The news is by your side.

د پوتین او بایډن ټکر، روسیې خپل سفیر هېواد ته بللی

خبریال ویبپاڼه/ په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن له لوري د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په دې تورن کړ چې د امریکا په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې يې لاس وهنه کړې.

روسیې ویلي چې خپل سفیر يې له واشنګټنه په دې خاطر غوښتی ترڅو سلا مشورې ورسره وکړي او د دواړو هېوادونو د جبرانیدونکو تخریبي اړیکو مخنیوی وکړي، بایډن په خپلو خبرو کې پوتین ګواښلی او ویلي يې دي ده چې د امریکا په ټاکنو  کې لاس وهنه کړې نو د دې پور به پرې کړي.

هغه ویل پر دې باوری یم بوتین یو انسان وژونکی دی  او دا ادعا يې پسې وکړه چې د امریکا په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې يې لاس وهنه کړې او تاوان به یې ورکړي، بایډن وروسته له هغه دا څرګندونې کړې چې استخباراتي ادارو ورسره په دې اړه مالومات شریک کړي او ویلي يې وو، چې خپله پوتین په دې ټاکنو کې لاس وهنه کړې او د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریا لپاره يې مرسته کړې، له همدې امله بایډن خورا غوسه او پر پوتین يې سخت ګذارونه وکړل.

خو په ورته وخت کې روسیې د امریکا د ولسمشر له لوري دغه تورونه رد کړي او ویلي يې دي چې امریکا کوښښ کوي چې د عامه فکرونه اندېښمن کړي او د دوی د مخالفینو ملاتړ کوي.

روسي سفیر اناتولي انتونف په دې خاطر ماسکو ته بلل سوی چې له واشنګټن سره بیرته د اړیکو په ښه والي مرسته او حالت عاديتوب ته وګرځوي.

د روسیې او امریکا اړیکي.

که څه هم په تیرو څو کلونو کې د دې دوه رقیبو هېوادونو اړیکي خورا ښې وې خو په دې وروستیو کې داسې مالومیږي چې نور ښايي د دوی اړیکي پر دي عادي  حالت پاتي نه سي او څه صدمه ورته رسول سي، امریکا لکه له روسیې څخه چې بې پروا وي خو روسیه کوښښ کوي ترڅو امریکا سره يې اړیکې خرابې نه سي.

د ټرمپ په دوره د امریکا او روسيې ترمنځ اړیکي خورا عادي او ښې وې او داسې هم ویل کیدل چې ټرمپ د پوتین ملګری دی او په ټاکنو کې هم پوتین پر دې تورن سوی چې د ټرمپ د بریالي کیدلو هڅه يې کوله

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.