The news is by your side.

په دې مهم وخت کې ولې امریکا کې افغان سفارت تړل شوی؟

خبريال وېبپاڼه- په داسې حال کې چې افغانستان له خورا حساس پړاو څخه تېرېږي او په دې مهم پړاو کې د امريکا د متحده ايالاتو رول ډیر زيات دی په دې هېواد کې بيا افغان سفارت تړل شوی دی او سفيره رویا رحماني په ډيجيټل نړۍ کې دومره ژوره تللې ده چې اوس يې د سفارت چارې پرېښې دي او د انټرنټ له لارې کله کله د سفارت له کارکونکو سره خبرې وکړي.

د واشنګټن څخه يوې معتبرې سرچینې خبريال وېبپاڼې ته وويل چې سفيرې رویا رحماني اوس په کور اړولي دي او د ايمېل له لارې يې يو سرپرست هم ټاکلی دی، په دې هکله کوم ښکاره او پټ مالومات نشته چې په دې حساس وخت کې رویا رحماني څه په کور کې تړلې ده چې د سفارت تر چارو هم نشی رسیدلی.

د سرچينې په خبره رویا رحماني مختار وزير عبدالهادي نجرابي د سرپرست په توګه د ايمېل له لارې معرفي کړی دی او خپله دا اوس په کور کې استراحت کوي.

سرچینې وايي چې نجرابي د امرالله صالح له لوري په دې ځای کې ټاکل شوي دی او اوس هغه هم د سفارت چارو ته چندان وخت نلري، رویا رحماني خو امريکا کې ده څوک نه دي خبر چې څه کوي خو نجرابي بيا په دوبۍ کې بل فعال تجارت لري او د سفارت چارو ته هم چندان وخت نلري.

په داسې حال کې چې سبا ته به په مسکو کې د افغانستان اړوند یوه لويه غونډه جوړېږي، په غونډه کې امريکا هم ګډون کوي، بيا په دې هېواد امریکا کې د افغانستان اړوند د طالبانو سره ترسره شوې توافقنامه ارزول کېږي د افغانستان سفيره کورته تللې ده.

شننونکي وايي په داسې يو حساس وخت کې پکار و چې د افغانستان سفيرې په دې هېواد کې د افغانستان د ګټو لپاره کار کړی وی خو له بده مرغه هغه په داسې يوه حساس وخت کې هم کار ته نه راځي او په کور کې خپل استراحت کوي.

رویا رحماني چې تر دې وړاندې یې هم په هکله د فساد مستند راپورونه خپاره شوي و په دې وروستيو کې یې سفارت په کامل ډول پرېښی دی او پخپله یې ځان خپل کور کې قيد کړی دی.

تراوسه پورې خبريال او نورو معتبرو رسنیو د رویا رحماني د فساد په هکله ګڼې شواهد خپاره کړي دي خو تر اوسه پورې هغه يوازې همداسې خپاره شوي ولس ليدلي دي اورېدلي يې دي خو حکومت په دې تړاو کې هېڅ ډول غبرګون ته دی ښودلی.

د رويا رحماني دوسيه دومره چټله وه چې ان خبرې يې کابل ته راغلې دلته لویې څارونوالۍ ته معرفي شوه د هغه د راتګ امر وشو خو د بهرنیو چارو وزرات په‌دې هکله هیڅ ډول غبرګون ونه ښود او د روحماني دندې ته يې دوام ورکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.