The news is by your side.

امریکا، روسیه، چین او پاکستان: ژر تر ژره باید اوربند وشي

خبریال وېبپاڼه/ د امریکا متحد ایالاتونو، روسیې، چین او پاکستان په افغانستان کې له ښکېلو خواوو غوښتي دي چې ژر تر ژره اوربند وکړي او د سولې پر وړاندې پراته خنډونه نور له منځه یوسي.

دوی ویلي، تر هغو چې اوربند ونه شي د سولې خبرې چندان ګټه نه کوي او د تېر په څېر به بې معنا روانې وي، خو ګټه به یې هیچا ته نه ښکاري.

هغوی زیاته کړې، که طالبانو او حکومت په رښتیا د سولې نیت لري، نو باید اوربند وکړي او له دې ونه وېرېږي چې  واک به یې له لاسه ووځي، ځکه د سولې او اوربند رامنځته کول یوه ګډ حکومت جوړولو ته لار پرانیزي چې ټول به پکې ځان وویني.

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې د خبرو په پای کې دغو هېوادونو په ګډ بیان کې د جګړې دواړو لوریو ته بلنه ورکړې چې د سولې تړون وکړي او نور روانه ډرامه پای ته ورسوي.

په دې بیان کې له طالبانو او حکومتي ځواکونو غوښتل شوي دي چې له شخړو لاس واخلي او له طالبانو هیله شوې ده چې په پسرلي او اوړي کې پوځي عملیات اعلان نه کړي.

دغو څلورو هېوادو دا ژمنه هم کړې ده، که په افغانستان کې سوله وشي دوی به یې اقتصادي او سیاسي ملاتړ کوي.

دا غوښتنه شپږ اوونۍ مخکې تر دې شوې ده چې له ژمنې سره سم به ټول امریکایي ځواکونه نژدې شل کاله وروسته له افغانستانه وځي.

امریکا، روسیه، چین او پاکستان داسې مهال له حکومت او طالبانو غواړي چې اوربند وکړي او د پسرلنیو عملیاتو لاس واخلي، چې له یوې خوا له پاکستانه ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ولایت له لارې طالب جنګیالیو د پسرلنیو عملیاتو د پيل په خاطر وسله په لاس را اوښتي دي او له بلې خوا حکومت د طالبانو د ځپلو لپاره د پسرلنۍ جګړې لپاره تیاری نیسي.

په وطن کې سور اور بل دی، د جګړې لمن تر ښارونو پورې رسېدلې او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

خلک دغه وضعیت سخت اندېښمن کړي او دا یې غوښتنه ده چې که د امریکا د طرحې پر اساس وي او یا د بل چا نور دې جګړه ودرېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.