امریکایی سناتور: فکر نه کوم چې سرتیري به ژر له افغانستانه وباسو
خبریال اداره: د امریکې د ثنا مجلس په وسله واله کمیټه کې مشر سناتور هغه خبرونه رد کړل چې ګواکي امریکایي لښکري به د مې میاشتي په لومړۍ نیټه له افغانستان څخه ووزي.
د امریکې او طالبانو تر منځ د هوکړې له مخې چې د ټرامپ په اداره کې قطر کې وشوه، یاده نیټه د امریکايي سرتیرو د وتلو لپاره ټاکل شوي وه.
سناتور مایک روګر ویلي، حالاتو ته په کتو داسي نه ښکاري چې لښکري به دومره ژر له افغانستان را په کور کړو.
هغه ویلی: که په واقیعت سره ووایم، د اوس لپاره د سرتیرو د ایستلو پر سر بیړه نه لرو، او د سرتیرو د ماموریت له اوږدولو سره موافق یم. تر هغه به سرتیري هلته موجود وي تر څو چې یقیني شو چې طالبان په خپلو ژمنو ولاړ دي.
دا مهال افغانستان کې د امریکې ۲۵۰۰ سرتیري شتون لري.
ډیری دغه عسکر په پلازمینه کابل، بګرام، کندهار، مزار شریف او کندهار کې میشت دي.
هغوي د ناټو د غوڅ ماموریت تر نامه لاندي د ترهګرو پر ضد د افغان دولت د ملاتړ چاري پر غاړه لري.
په همدې حال کې طالبانو ویلی دوي به تر هغه له افغان دولت سره جنګیږي تر څو ټول امریکايي ځواکونه له دغه ملکه وتلي نه وي.
خو دولت وايي طالبان که په خپل لفظ ریښتیني وي باید اوربند وکړي او د دیموکراتیکي پروسې له لاري واک ته د ځان رسولو سیالي وکړي.
میرویس جلالزی
Comments are closed.