د ترکیې غونډه کې هیر سوی پاکستان
خبریال ویبپاڼه/ څنګه چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په برخه کې پاکستان هیر سوی منزوي سوی که څه هم پاکستان بار بار کوښښ کړی چې په دې برخه کې ځان ته امتیاز ورکړي خو خورا لیري پاتي او هیر سوی دی.
پر همدې موضوع تازه یوه پآکستاني چارواکي ګیله کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د ترکیې غونډې ته نه دی غوښتل سوی، دې چارواکي ویلي چې تر دې وخته په رسمي ډول پاکستان ته د استانبول غونډې لپاره بلنه نه ده ورکول سوې داسې ښکاري که بلنه ورکول کیږي هم پآکستان به داسې یو هېواد شمېرل کیږي لکه یو بې روله هېواد.
د ترکیې کیسې را پیښېدلو را په دې خوا هیچا هم پاکستان یاد نکړ او هیچا ونه ویل چې پاکستان در ګډ کړئ خو برعکس پاکستان بیا ځان ته امیتاز ورکړ.
جنرال قمر باجوه وړاندې ورځو کې ویلي وو، چې د دوحې د سولې خبرې د دوی د زحمتو نو ثمره ده او دا خبرې یوازي د پاکستان په رول پيل سوي، تر هغه را وروسته د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم ویلي وو، چې پاکستانیانو د افغان سولې په برخه کې قربانی ورکړې ده.
خو خبره داده که څه هم پآکستان دومره لویي ادعاوي لري اما هیچا يې نه زحمتونه او نه هم قرباني وشمېرله، او د ترکیې کنفرانس کې د یوه بې روله او هیر سوي هېواد په توګه راڅرکندیږي.
په دې وروستیو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سفر هند ته وښودله چې د روسیې او نور سیمه ییزو هېوادونو لپاره تر پاکستان هند په افغان سوله کې مهم او ورته ارزښت لري
د افغان سولې پر تړاو د ترکیې کنفرانس خورا مهم او اړین بلل سوی او ویل سوي دي چې دا کنفرانس به له پوره چمتوالي سره پیل کیږي.
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي چې ښايي دا مهم کنفرانس روانه اونۍ ترسره سي خو لا مالومه نه ده چې څه وخت به ترسره سي.
د افغان سولې لپارهد امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان ته د خپل څلور ورځني سفر وروسته بیرته تللی او د نظریاتو او لیدنو لړۍ يې بریالۍ بللې وه
Comments are closed.