The news is by your side.

د خلیلزاد د څلور ورځني سفر پایلې

خبریال ویبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن څلورمه ورځ خپل سفر پای ته ورساوه او کابل یې پرېښود ده په دې سفر کې څه وکړل؟
زلمي خلیلزاد په کور دننه افغانستان کې د ترکیې کنفرانس په هکله د یوې اجماع د رامنځ ته کیدلو هڅه کړې او دلته يې د حکومتي چارواکو سره د لیدنې ترڅنګ سیاسي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو او یو شمېر نور مسؤلینو سره لیدلي او د ترکیې جوړیدونکي کنفرانس د موادو او مواردو په هکله یې خبرې کړې دي هغه نن خپل سفر کابل کې پای ته ورساوه.
د امریکا سفارت د خلیلزاد د سفر په اړه ویلي چې هغه ډیري لیدنې درلودې او دسولې په هڅو کې د ښځو او اقلیتونو پر معنی لرونکي ونډې يې ټینګار کړی.
ښاغلی خلیلزاد ویلي چې امریکا له افغانستان سره د اوږدې مودې همکارۍ او کوي او زیاته کړې يې ده چې د ترکیې کنفرانس په عمل کې مهم دی
د مالوماتو له مخې د خلیلزاد له کتنو لیدونو وروسته باور رامنځ ته سوی او د استانبول ناستې په هکله يې ډاډمن نظرونه تر لاسه کړي دي.
تراوسه پوري لاهم د ترکیې ناستې ته چمتوالی روان دی خلیلزاد له خپل دې څلور ورځني سفر وروسته نن له کابله ولاړی خو داسې ښکاري چې هغه ښه خبرونه او ښه نظرونه د دې سفر څخه وړي او نظریه داسې ده چې د نوموړي د سفر نتیجه ښه ول.
تراوسه پوري څرګنده نه ده چې د ترکیې کنفرانس به څه وخت ترسره سي خو د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې ښايي دا کنفرانس روانه اونۍ ترسره سي.
هغه دا هم ویلي چې په لنډ وخت کې ټاکنې او اوربند به د دې کنفرانس مهم مواد وي طالبانو تراوسه د دې کنفرانس د موادو د ذکر په هکله څه نه دي ویلي خو په دې کنفرانس کې به څو طرحې چې یوه يې د امریکا ده تر بحث لاندې نیول کیږي.
د افغان ولسمشر له لوري تر وخت مخکې د ټاکنو طرحه وړاندې سوې چې طالبانو يې په هکله غبرکون کې ویلي چې په ټاکنو کې ګډون نکوي خو دوی خپله کومه طرحه نه ده وړاندي کړې

Comments are closed.

koi finance