The news is by your side.

خطرناکه: اسرائیلو پر ایران اټومي سایبري برید کړی

خبریال ویبپاڼه/ اسرائیل او ایران له کلونو کلونو را په دې خوا یو د بل دښمنان او هرڅومره زیان چې یو بل ته رسولی سي رسوي یې خونړی دا چې اسرائیلو پر ایران اټومي سایبري برید کړی.

اسرائیلي رسنۍ وايي په خپل دې برید سره یې ایران ته څومره چې  دوی وایي تر هغه ډیر زیان اړولی هغوی د ایران د نظنز ښار د اټومي  برید مسؤلیت منلی.

ایران د دې برید په هکله وړاندي دا یو ترهګریز برید بللی وو، او پرچا يې پړه نه وه اچولې خو دوی ناخبره او دښمن یې پرې وار  کړی.

اسرائیلو په ډاګه ویلي چې د استخباراتو او پوځي ادارو تر ټولو ستر مسؤلیت یې له ایران سره مقابله ده او دوی دنده لري ترڅو ایران په هرځای کې په نښه کړي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په خپلو تازه څرګندونې ویلي چې د دوی د استخباراتو او پوځیانو موخه له ایران سره مقابله ده او د دې په بدل کې يې له خپلو افسرانو مننه هم وکړه هغه وویل چې د ایران داټومي پروګرام پر ضد دریدل د دوی مهمې چارې دي او موږ د ایران د موخو شنډولو لپاره اوږد واټن وهلی.

ایران په دې هکله څه وايي؟

ایران او اسرائیل په سیمه کې دوه رقیب هېوادونه دي له دې برید وروسته ایران دا برید غندلی او دا يي اټومي ترهګري بللې، ایران ویلي چې د دې پیښي عاملانو پر ضد د اقام حق لري.

د ایران اټومي پروګرام چې دا مهال د امریکا په ګډون د یو شمېر هېوادونو له مخالفت سره هم  مخ دی ویل کیږي چې ایران د یورانیمو غني کولو له لارې غواړي چې اټومي وسلې  جوړي کړي خو ایران بیا دا خبرې رد کړې او ویلي يې دي چې د دوی اټومي پروګرام سوله ییز دی خو داسې ښکاري چې ایران اټومي وسلې جوړوي ځکه له غني سویو یورانیمو څخه یې داسې ښکاري چې دا یورانیم د غني کولو له پلوه یوازي د اټومي وسلو لپاره کارول کیږي خو ایران یې بیا هم نه مني.

د اسرائیلو د دې  برید په  ځواب کې تراوسه په کره ډول سره ایران د دې هېواد په وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی خو دا حتمي ده چې غبرګون به ښيي

Comments are closed.

koi finance