The news is by your side.

زابلیانو سوله او ملي یوالی وغوښت

خبریال ویبپاڼه/ مرکز کلات کې د رڼا مدني ټولنې له لوري یوه لویه مشاعره د سولې او ملي یوالي  تر نامه لاندې جوړه سوې وه چې پکښي سلګونه زابلیانو ګډون کړی وو.

دوی وویل چې  د سولې له وروستۍ موقع څخه باید استفاده وسي او  د افغانستان  د سوله ییزه راتلوونکي لپاره دي  فکر وسي

د زابل والي محمد ګل رسولي پر طالبانو ږغ وکړ چې د زابليو میندو له زورولو دي لاس واخلي او د سولې له وروستي چانسه په استفاده دي نور جګړه بس کړي او رادي سي له موږ سره دي د افغانستان په جوړولو کې برخه واخلي.

هغه وویل چې د سولې وروستۍ هڅې هیله بخښوونکې دي او د ملت په مرسته موږ یوې دایمي سولې ته رسیدلای سو.

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطاجان حقبیان وویل چې ان موږ له طالبانو سره په محلي او ولایتي کچه هم اوربند ته تیار یو ترڅو له روانې جګړې او بد بختیو خلاص سو.

زابل کې د رڼا مدني ټولنې مشر روح الله حکیمي د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل چې نور د سولې پر لور ولاړ سي او له  جګړې لاس واخلي هغه وویل  چې  دا مشاعره يې ځکه جوړه کړې  ترڅو شاعران په خپلو شعرونو کې سوله وستايي شعرونه ورته ووايي او ځوانان له بیلابیلو ځایونو دې مشاعرې ته راغلي د یوالي پر لور قدم واخلي.

د مشاعرې ګډون کوونکو شاعرانو وویل په هېواد کې د سولې او ټیکاو پر لور قدم اخیستل ورته هیله بخښوونکی او د یوالي سولې امن لپاره شعرونه ووايي او وروستۍ هڅه به يې همدا وي چې په هېواد کې د جګړې د اور له مړه کولو سره مرسته وکړي.

د مشاعرې برخه کې چې تالار کې سلګونه کسان موجود ول پیل سوه او شاعرانو په خپلو شعرونو کې د سولې ښکلات ته په زړ پوري شعرونه وویل او له غوښتنه يې وکړه چې بم، چاودنې او جګړې و درول سي، د سولې دا میله د شپې تر ناوختي دوام وکړاو له مشاعرې وروسته ځوانانو ملي اتڼونه هم ترسره کړل

د یادونې وړ ده چې رڼامدني ټولنې په دې وروستیو کې د پوهنې، ورزش شولې او د غریبو لاس نیوي برخه کې خپل خدمات پراخ کړي چې خلک ځیني خوشحاله دي.

Comments are closed.

koi finance