The news is by your side.

د افغانستان په هکله ناټو او امریکا څه کول غواړي؟

خبریال ویبپاڼه/ راپورونه وايي چې  ناټو او امریکا د افغانستان د حالت په هکله یو له بل سره خبرې کوي او پر  مهو مسایلو به باندې يې بحث وکړي  چې جزیات یې تراوسه نه دي  په ډاګه سوي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیر له ناټو سره د افغانستان د راتلوونکي وضعیت او اقداماتو په هکله له غړو هېوادونو سره خبرې کوي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن راتلوونکې  کې بروکسل ته ځي او هلته د ناټو غړي هېوادونو له مشرانو سره ګوري.

اوس په افغانستان کې یوازنۍ مسله د سرتیري شتون یا نه شتون او همدارنګه د سولې وروستۍ هوکړه چې امریکا او ناټو په دې برخه کې کوښښ کړی او فشارونه يې زیات کړي چې طالبان او  دولت یوې نهايي پریکړې ته یو له بل سره ورسیږي، خو طالبان له مي  میاشتي وروسته د بهرنیو سرتیرو د وتلو خبره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ناټو سره په ګډه د افغانستان په هکله مهمې خبرې کوي او د راتلوونکي اقداماتو په هکله یو له بل سره نظرونه تبادله کوي.

د مالوماتو له مخې چې له بلینکن سره د امریکا د دفاع وزیر هم په دې سفر کې ملګری دی او تر ډیره به د افغان سولې، روان وضعیت او راتلوونکې باندې وږغیږي.

د بحث بل محور به اوکراین او ایران وي امریکا به د ایران د اټومي وسلو پروګرام او وروستیو بدلونونو او همدارنګه د اوکراین پر مسله چې باندې بحثونه ولري.

ناټو او امریکا لاهم افغانستان کې  ښکېل پاتي دي نه ناټو او نه هم امریکا په دې توانیدلي ترڅو دخپل پوځي ماموریت په هکله یو طرفه پاتي یا تللو پریکړه وکړي داسې مالومیږي چې دوی به په راتلوونکې کې دې پریکړي ته رسیږي خو مالومه نه ده چې څه وخت اوکوم ډول پریکړه به کیږي.

طالبانو له مي میاشتي وروسته پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو کولو خبره کړې او ویلي يې دي که چیري د دوحې هوکړې ژمنې په نظر کې ونه نیول سي نو په افغانستان کې پر میشتو بهرنیو ځواکونو به بریدونه ترسره کړي، امریکا يې بدل کې اوس لګیا ده ترڅو له سوله ییزو لارود افغانستان موضوع ته حل لاره پیدا کړي

Comments are closed.