The news is by your side.

پاکستان کې دريو ميرمنو په یوه سړي بې رحمه جنسي تيری کړی

خبريال ويبپاڼه/ د پاکستان په لارهور ښار کې دريو ميرمنو په يوه سړي په ډيرې بې رحمۍ جنسي تيری کړی دی. په لاهور ښار کې دريو ميرمنو په داسي حال کې په يو ۲۵ کلن ځوان حامد باندي تيری کړی چې په هغه يې شراب او نشيې توکې يې  څکلې دي.

دغه دری ميرمنې چې حنا، بانې او پرې نواز نوميږي د لاهور ښار پوليسو له خوا نيول شوي او لا هم پوښتنې ګرويږنې ترې رواني دي.

په ۲۵ کلن حامد هغه وخت پوليس خبر  شو چې يادو ميرمنو غوښتل سهار وختي حامد له خپله کوره وباسي او يو ځای يې غورځار کړي. حنا، پرې نواز او باني کوښښ کول چې حامد په موټر له ښاره دباندي انتقال او غوزځار کړي.

د يادلو وړ ده چې حامد نومې ځوان له دريو ساعتونو وروسته په روغتون کې په هوښ کې راغی چې په ډير بد حالت کې وو.
حامد ډاکټرانو ته ويلي چې یادو ميرمنو ترې مرسته وغوښته چې په کور يې يو کار دی که مرسته وروسره وکړي.
د حامد په خبره چې څنګه کور ته دننه شوم درې واړو راباندي حمله وکړه اوپه  زورنو ، زورنو يې خونې ته ننه ايستلم چې له هغه وروسته بيا در واړو ميرمنو  راباندی جنیسي تيری وکړ.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان کې څو ښځي پر يوه نارينه جنسي تيری کوي بلکي څو ځله مخکي هم ورته پيښې په پاکستان کې رامنځته شوي دي چې وروستۍ هغه يې د کراچۍ ښهار په جناح ټاوون کې ددوو ميرمنو له خوا يو تنکي ځوان جنسي تيری کول وو.

هېره دې نه وي په پاکستان کې نه يوازي  شراب څښل او خرڅول قانوني جواز لري بلکي په دغه هيواد کې فاحشه خاني( رنډۍ خانې)  هم د حکومت په رسمي جواز باندي کار کوي. په ياد هيواد کې ميرمني کولای شي پرته له کومې اجازې خپل بدن د روپو په بدل کې خرڅ کړي.

د يادلو وړ ده چې په جنوبي اسيا کې تر ټولو لويه فاحشه خانه په پاکستان هيواد کې د هيرا منډيې ده چې ددې هيواد په پنجاب ايالات کې ده.

د ياد ولو وړ ده چې ډیری وخت ددې هيواد مذهبي ډلې فتواوې ورکوې چې په افغانستان کې جهاد روا دی ځکه چې په افغانستان کې اسلامي احکام سم نه پلي کيږي. خو تر اوسه هم يوې مذهبي او غيري مذهبي ډلي د پاکستان په يادو کړنو انتقاد نه دی کړی او نه يې له خپلو پلويانو غوښتي چې د پاکستان نا مسلم حکومت په وړاندي راپوته او اسلام نظام قايم کړي.

هيره دي نه وي چې د پاکستان اساسي قانون د قران او حديثو په بسټ نه دی جوړ شوی بلکي اصلي منبع يې د انګلستان هيواد له اساسي قانون څخه اخيستل شوي ده آن تر دې چې په ياد هيواد کې اوس هم ډیری قوانين د انګريزانو د وخت پر خپل ځای پاته دي.

Comments are closed.