The news is by your side.

بايډن به د ټرمپ غوندي کار هیڅ کله ونه کړي

خبریال ویبپاڼه/ امریکايي بیزنس سټنډرډ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت په هکله د بایډن او ټرمپ پرتلنه کړې او ویلي یې چې بایډن د ټرمپ غوندي نه دی.

ورځپاڼې ویلي بایډن کولای سي چې د ټرمپ پر قدم ولاړ سي او په بیړه له افغانستان څخه سرتیري وباسي خو دا کار به هیڅکله بایډن ونه کړي.

سرچینه وايي کوم کار چې ټرمپ په بیړه کاوه بایډن یې غواړي په کراره یې ترسره کړي ترڅو له افغانستانه خپل سرتیري په مسؤلانه توګه وباسي.

په وړاندې سویو مالوماتو کې راځي بایډن یوځل ځان خبروي چې  د دوی له وتلو وروسته خو به افغانستان ته کوم خطر مواجې نه وي او یو ځل بیا خو به دا هېواد د نړیوالو ترهګرو په ځاله نه بدلیږي؟

بل پلو ورځ تربلې د مي میاشته په را نژدې کیدلو ده او دې نېټې سره خطرونه هم زیاتیږي طالبانو ویلي که چیري بهرني او امریکايي سرتیري پر ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وزي نو دوی به پرې خپل بریدونه پیل کړي همدې اندېښنو ته په کتلو سره بایډن اوس د پاڼ او پړانګ ترمنځ دی که سرتیري باسي نو نړیوال ضمانت او د امریکا اعتبار په خطر کې کیږي او که نه وزي نو د طالبانو له بریدونو سره به مخ سي خو ښايي بایډن د ترکیې کنفرانس په کټې اخیستنې سره طالبانو سره یوې بلې هوکړې ته ځان ورسوي چې له مخې يې امریکایان په افغانستان کې پاتي سي.

اوس موضوع یوازي د امریکايي ځواکونو نه ده د لته د ناټو چوکاټ کې ۷۰۰۰ نور بهرني سرتیري شتون لري چې باید د امریکايي ځواکونو سره یوځای له افغانستانه ووزي خو د ناټو له دریځه داسې ښکاري چې ژر خپل پوځيان له افغانستانه نه باسي.

بل پلو د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او سیمه ییزو هېوادونو هڅې روانې دي او کیدلای سي چې د ترکیې کنفرانس په پای ته رسولو سره د افغان سولې لپارهم کوم مثبت قدم واخیستل سي.

تیره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان ته سفر کړی چې د ولسمشر غني په ګډون يې له یو شمېر چارواکو سره لیدلي وو او د ترکيې کنفرانس په هکله یو له بل سره ږغیدلي وو

Comments are closed.