صالح: تر ټولو لویه اشتباه د ۵۰۰۰ طالبانو خوشي کول وو
د افغان ولسمشر لومړي مرسیتال په خپلو تازه څرګندونو کې یوځل بیا د طالب زندانیان پر خوشي کولو خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې يې ده چې له دې جملې څخه يې ډیر بیرته د جګړو لیکو ته تللی.
امرالله صالح د کابل په کوهدامن کې هغې غونډې خبرې کولې چې د جمهوریت په ملاتړ را ټول سوي وو، هغه وویل تر ټولو لویه اشتباه دا وه چې موږ د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان خوشي کړل او له هغوی څخه یې ۷۵ سلنه بیرته د جګړې ډګرونو ته ولاړل، هغه وویل بیا به داسې اشتباه تکرار نکړي.
ښاغلي صالح د ترکیې د غونډې په هکله وویل چې د ترکیې کفرانس مهم مسایل له وخته مخکې ټاکنې او اوربند دی هغه وویل په دې اړه يې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرې کړې چې اوربند او ټاکنې به د دې غونډې د اجنډا مهمې برخې وي.
په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له وخته مخکې ټاکنو باندې ټینګار کړی او ویلي یې دی چې موږ د سولې لپاره ډیري قربانۍ ورکړې دي.
امرالله صالح په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې کله کله اوس هم د طالبانو د پاتي اوه زره زندانیانو د خوشي کولو خبره تر غوږو کیږي او هغوی غوښتنه کوي چې د سولې او اوربند په رامنځ ته کولو سره دي د دوی ټول زندانیان خوشي سي، خو امرالله صالح وویل بیا به هیڅکله داسې اشتباه چې طالب زندانیان خوشي کړي نه تکراروي.
کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې هوکړه وسوه، نو له مخې يې افغان دولت ۵۰۰۰ طالب زندانیان چې مهم غړي يې هم پکښي شامل ول خوشي کړل او په بدل کې یې طالبانو د افغان دولت زرکسه بندیان خوشي کړل.
خو امرالله صالح دا معامله یو لویه اشتباه بللې د بیا تکرار په هکله يې ډاډ ورکړی چې نه به تکرایږي تراوسه پوري لاهم داسې له افغان دولت زرګونه طالبان په زندانونو کې بندیان دي چې طالبان يې هروخت په شرایطو کې وړاندې کوي او وایي چې دا زندانیان باید خوشي سي خو افغان دولت نن خپل دریځ د امرالله صالح په څرګندونو په ډاګه کړ.
Comments are closed.