The news is by your side.

قوي ضمانت به څوک وي چې امریکا وباسي؟

خبریال ویبپاڼه/ امریکا اوس په دوه کې حیرانه ده ځینې ورته وایي هله سرتیري وباسه ډیری بیا ورته وايي ځان مه ښکېلوه په پردۍ جګړه کې، خوکومه پله درنه ده؟
تر ډيره بریده هېوادونه سیمه او په دننه سیاسون او نظامي امریکایان په دې عقیده دي چې امریکايي سرتیري باید په افغانستان کې تر یوې مودې میشت سي ځکه اوس په دې هېواد کې نا امني زیاته او حالت خراب دی.
تازه ډي میل خپرونې د امریکايي څیړونکو له خولې لیکلي چې که امریکا په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه ووزي نو ډیر دروند پور به یې پرې کړي.
دوی ویلي که چیري کلک ضمانت نه وي نو د سرتیرو ایستل خطرناکه او امریکا به د ضمانت په نه درلودلو سره لوی پور پرې کړي.
دې څیړونکو ویلي د قوي ضمانت نظام او اوربند څخه پرته وتل په افغانستان کې د کورنیو جګړو سبب کیدلای سي دوی ویلي چې د یوه قوي ضمانت په درلودلو سره باید امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووزي.

اوس به دا قوي ضمانت څوک کوي چې امریکا له خطره خلاصه کړي دا کوم څوک تراوسه نسته
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له شتون څخه شل کاله تیریږي یو وخت په دې هېواد کې لکونه بهرني سرتیري چې ډیری برخه يې امریکایان ول میشت وو، خو اوس یوازي ټولټال لس زره بهرني سرتیري چې پکښي ۲۵۰۰ امریکایان دي افغانستان کې دیره دي.
د دې سرتیرو د دوتلو مهال ویش په مي میاشت کې پوره کیږي او دوی باید په دې ڼېټه کې له افغانستانه وتلي وي خو داسې ښکاري چې دې نېټې ته په رسیدو لاهم نړیواله ټولنه او امریکا زړه نازړه ده چې سرتیري وباسي که نه؟
د سپینې ماڼۍ په خبره بایډن بیرته چمتو سوی چې امریکايي سرتیري تر مي میاشت پوري له افغانستانه وباسي خو دا پریکړه به یوازي بایډن کوي خو تراوسه پوري داسې څه نه ښکاري چې بایډن دي خپل سرتیري له افغانستانه وباسي.
د ناټو چوکاټ کې له نوي زیلنډه ماسیوا چې خپل سرتیري يې له وړاندې افغانستان څخه ایستلي وو، بل هیڅ هېواد تراوسه د دوحې هوکړي په مرعت سرتیري نه دي ایستلي.
خو خبره داده چې له مي وروسته د طالبانو په خبره بهرني او امریکايي سرتیري ددوی له بریدونو سره مخ کیدلای سي خو ، دا چوته نه ده چې طالبان به پرې بریدونه وکړي که نه؟
خو قوي احتمال د دې خبرې شته چې د ترکیې کنفرانس به برخلیک ټاکوونکی او طالبان به له افغان حکومت سره یوې موافقې ته ورسیږي چې بیا وروسته د جګړې دریدلو او پای ته رسولو څرک هم لګیږي امریکا اوس کوښښ روانه کړی ترڅو داچاره ترسره کړي او خبرې بریالۍ کړي

Comments are closed.

koi finance