دوستم: که سوله سر وخوري، جګړه پيلوم
خبریال وېبپاڼه/عبدالرشید دوستم وايي، سره له دې چې د سولې خبرې حساس پړاو ته رسېدلې دي، خو وسله والو طالبانو جګړې ته دوام ورکړی دی او دا په هیڅ صورت نور د منلو وړ نه ده.
هغه ټینګار کړی، چې دی له اروپا او امریکا څخه د راغلو رهبرانو غوندې نه دی او که د سولې پروسه په ځانګړي ډول د استانبول ناسته بې پایلې شوه، نو پخپله به جګړې ته ولاړ شي.
د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم په انقره کې د ترکیې د پارلمان له ځينو غړو او په دې هېواد کې له ځينو افغان محصلینو سره په یوه ناسته کې ویلي، که د استانبول ناسته بې پایلې شي او یو ځل بیا جګړه تحمیل شي، نو دی به د جګړه مارانو پر ضد جګړ پيل کړي او سخت به یې وځپي.
دوستم زیاته کړې، چې افغانان او افغان سیاسون د سولې پلویان دي او هیله لري چې د ترکیې ناسته یوه مثبته پایله ولري، تر څو نور روانه ناولې جګړه پای ته ورسېږي.
د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې لویه ناسته وشي، چې د افغان دولت او طالبانو پلاوي به پکې ګډون کوي.
په دې غونډه کې به د سولې او جګړه په اړه مهمې او برخلیک ټاکونې پرېکړې وشي.
دا غونډه د سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې له مخې جوړېږي، چې د موقت حکومت منځته راتګ هم پکې شامل دی، هغه څه چې اوسنی حکومت یې نه مني.
دلته په وطن کې بیا ورځ تر بلې جګړې زور اخیستی او هره ورځ لسګونه ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي چې جدي اندېښنې یې را پارولې دي.
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم ویلي چې طالبانو په شدت جګړې ته دوام ورکړی او نور باید اوربند وکړي، تر څو حداقل د ملکي خلکو ژوند تضمین شي.
خو طالبان بیا د سولې پروسې د ماتېدو په صورت کې د نوې جګړې په تیاري بوخت دي او وايي چې که سوله سر وخوري، نو دوی به هم پر افغان ځواکونه او بهرنیو ځواکونو سخت بریدونه پيل کړي.
Comments are closed.