The news is by your side.

کابل ته د خلیلزاد سفر او وسلواله نښته

خبریال ویبپاڼه/ د کابل زړه پنځه امنیتي حوزه کې نښته سوې خلک حیران او اندېښنه کې دي چې په پلازمینه کې هم دولت نسي کولی امنیت خوندي کړي.
د نورو امنیتي پیښو سره سره اوس پلازمینه کې وسلوالې نښتې هم کیږی چې خورا د اندېښنې وړ خبره ده وسلوالو کسانو تیر ماښام د سنامجلس د دارالانشا پر یوه موټر د برید پلان درلود چې پولیسو غبرګون ښودلی او وروسته جګړه رامنځ ته سوې.
دا برید پر دا مهال کیږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته سفر کړی او هلته يې له افغان ولسمشر سره د افغانستان پر راتلوونکې او سولې خبرې کړې دي.
د کابل زړه کې د وسلوالو شتون او نښته رامنځ ته کیدل اندېښمنوونکې خبره ده او افغانان شايد نور هم د سولې کولو لپاره تلواري سوي وي.
زلمي خلیلزاد او ولسمشر په خپله کتنه کې د سولې پر وروستیو هڅو د ترکیې کنفرانس او په دې کنفرانس کې د وړاندي کوونکو موادو لیست او نورو مهو مسایلو په هکله ږغیدلي دي.
کوښښ کیږي چې افغانستان اوسنۍ شل کلنه جګړه نوره پای ته ورسیږي او افغانان د هوکړو له مخې د یوې دایمي سولې پر لور قدم کښیږدي، خو کچیري دا هڅې ناکامې سي نو د کابل غوندي نښتې د خطر یو زنګ هم کیدلای سي.
تراوسه پوري لاهم خلک په دې انتظار دي چې کله او کوم وخت به د اوربند او یوې دایمي سولې ږغ وسي خو لاهم دا ږغ ورک دی.
د خلیلزاد له سفره چې کابل ته یې ښايي د سولې زیری راوړی وي څو ساعته وروسته په کابل کې د نا امنۍ پيل او نښته رامنځ ته کیدل هم اندېښمنوونکې ده.
د کابل امنیتي مسؤلین وايي چې په دې نښته کې د سنا مجلس یو موټر چلوونکی خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل امنیتي مسؤل ټپي سوی همدارنګه یو طالب وژل سوی او بل ژوندی نیسول سوی پیښه د قلعه کاشف سیمه رامنځ ته سوې ده.
امنیتي ادارې په ضعف کې دي؟
که څه هم له تیر یوه کاله د کابل امنیت خوندیتوب لپاره بلا ډير بدلونونه راغلو پاملرنې وسوې خو تراوسه د دې ښار امنیت لاهم خوندي نه دی هره ورځ جنايي پیښي هدفي وژنې او د چسپکې ماینونو چاودنې د کابلیانو ژوند ګواښي خو نښته رامنځ ته کیدل بیا د خپل ډول نوی تولید دی.
تراوسه پوري لاهم د کابل امنیت د خوندیتوب زمواري چا په سمه توګه وا نه خیسته، د کابل ترڅنګ دا مهال په نورو ولایتونو کې د نا امنۍ لړۍ روانه ده او خلک يې په اندېښنه کې اچولي

Comments are closed.

koi finance