The news is by your side.

ملکي مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې، طالبان دې اوربند وکړي

خبریال وېبپاڼه/ د طالبانو له لوري له افغان حکومت سره پېل شوې جګړه کې یو وار بیا د ملکي خلکو مړينه اوج ته رسېدلې، چې د عامو خلکو ترڅنګ یې د ګڼو بنسټونو جدي اندېښنې را پارولې دي.

په دې لړ کې د بشرحقونو خپلواک کمېسون یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په جګړې یوازې د ملکي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی او په کار دی، چې دواړه لوري یو دایمي اوربند ته ورسیږي.
یاد کمېسون په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې روانې جګړې بې شمېره ملکي وګړي ووژل او زرګونه یې د ژوند له اسانتیاو محروم کړل، چې نور باید جګړه کوونکې ډلې د ملکي خلکو ژوند ته جدي پام وکړي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې افغانان ښه ژوند ته ضرورت لري او ددې لپاره اساسي شرط اوربند دی، چې باید افغان حکومت او طالبان سره پر توافق ته ورسیږي.
د بشر حقونو کمېسون په داسې حال کې له دواړو غاړو د اوربند غوښتنه کوي، چې افغان حکومت له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کوي طالبان اوربند ته قانع کړي او له همدې کبله یې د یادې ډلې ۵ زره بندیان هم خوشې کړل؛ خو طالبان لاهم په جګړه باور لري، چې د خپلو جګړو په دوام یې ګڼ شمېر ملکي وګړي، ماشومان، مېرمنې او سپینږیري وژلي دي.
له یوې خوا دغه وضعیت او له بلې خوا د سولې پڅې پروسې عام افغانان له سخت وضعیت سره مخ کړي دي او په یو ډول خپل برخلیک تیاره ویني، چې دا د جدي اندېښنې وړ موضوع ده او باید د مخنیوي لپاره یې اقدام وشي.
هلته بیا د سولې په اړه د ترکیې د غونډې کره نېټه لا تر اوسه نه ده په ډاګه شوې، ځکه خلکو هیله درلوده چې یاده غونډه به جوړه او د سولې او جګړې برخلیک به مالوم شي، خو تر اوسه یې درک نه لګېږي او د خلکو تشویشونه یې لا پسې زیات کړي دي.
طالبانو هم کوته څنډلې ده چې که د سولې خبرې سر وخوري، نو دوی به د افغان ځواکونو ترڅنګ په بهرنیو ځواکونو هم بریدونه پیل کړي او ذمه وار به یې بیا حکومت وي.

Comments are closed.