The news is by your side.

د تحريک لبیک جهاد پاکستان عسکر برمته او تر مرګه وهلي

خبريال ويبپاڼه/ له کله نه چې پاکستان د تحريک لبيک مشر سعد رضوي نيول سوی ملاتړو يې لاريونونه پيل کړي دي.
کيسه داسې ده چې ده د پنجاب مرکز لاهور کې د تحريک لبيک کسانو او پاکستاني پوليسو ترمنځ شخړه او اخ ډب رامنځ ته سوی، چې اوس هم جريان لري.
ويل کيږي چې په دې اخ ډب کې ۱۵ پاکستاني عسکر داسې دربول سوي چې له پښو غورځيدلي او ۱۲ نفره هم تحريک لبيک ډلې برمته کړي چې هغو سره به هم ورته کار وسي.
ويل کيږي چې د پاکستاني عسکرو د تشدد له امله دوه کسان وژل سوي او اخ ډب دوام لري.
له برمته کسانو څخه يو د عسکرو سيمه ييز قوماندان هم دی چې له خپلو عسکرو سره يې يوځای تړلی.
د دغه لاريون ګډونوال‌ او د تحریک ملاتړي وايي چې عسکرو د دوی دوه کسان ور وژلي خو دوی یې هم بدل کې عسکر وهلي او برمته کړي دوی نه دي ويلي چې له برمته عسکرو سره به څه وکړي خو داسې فکر کيږي چې دا قهرجن لاريونوال به دا عسکر پرې نه ږدي.
تراوسه پوري پاکستاني دولت د دوی د مشر د خلاصون په تړاو هيڅ اقدام نه دی کړی او که چيري سعد رضوي خوشي نه سي نو دا قهرجن لاريونونه به دوام کوي.
پاکستاني دولت موده وړاندې د تحريک لبيک مشر سعد رضوي نيولی او دا ډله يې ناقانونه اعلان کړې هغه وخت د تحریک لبیک ډلې خبر ورکړی وو چې که يې مشر د اپريل تر ۲۰ مې خوشي نسي نو لار يونونه به وکړي خو د پاکستان دولت دوی ته د لاريون حق هم نه ورکوي او له تشدده کار اخلي ځکه نو د دې ډلې غړو له مجبوريته پاکستاني عسکر برمته او دربولي.
تحريک لبیک ډله چې پاکستان کې فعاليت لري يوه مذهبي ډله ده چې اوس یې پاکستان فعاليت ناقانونه اعلان کړی

پاکستانی دولت د زور له لارې غواړي چې د خلکو اواز خاموش کړي خو داسې ښکاري چې خلک او د تحريک لبیک ملاتړي تر ژوند تير دي خو ږغ نه خاموش کوي ځکه نني لاريون کې هم دوه کسان وژل سوي خو دوی بياهم د لاريونونو کولو خبر ورکړی

Comments are closed.

koi finance