The news is by your side.

د ترکیې کنفرانس له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ دی

راپورونه وايي چې طالبان پر امریکایانو بې باوره سوي او له همدې امله د ترکیې کنفرانس اودوحې په هکله يې ویلي چې له سره غور ورباندې کوي.

دا کنفرانس به د روانې میاشتي په ۲۴ نېټه د ترکیې استانبول ښار کې پیل سي خو که طالبان په دې کنفرانس کې ګډون ونکړي نو نتیجه به یې څه وي؟

طالبانو ویلي ترڅو چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه شتون ولري نو تر هغو پوري د افغانستان په هکله په هیڅ یوه راز ناسته کې ګډون نکوي؟

دا کنفرانس به بیا وځنډیږي

شننونکي په دې باور دي چې اوس مهال د طالبانو او امریکایانو ترمنځ بې باوري رامنځ ته سوې او داسې یو تضمین چې امریکا به پر ټاکلي وخت وزي باید طالبانو ته ورکړل سي له هغه وروسته ښايي طالبان د ترکیې کنفرانس کې ګډون وکړي له دې نظريې څخه داسې مالومیږي چې ښايي دا کنفرانس وځنډیږي او کله چې زمینه برابره سوه نو  بیا به د طالبانو په ګډون دا کنفرانس کیږي.

د دې کنفرانس لومړۍ نېټه د اپریل ۱۶ مه وه چې بیا ۲۴ نېټې ته وځنډیده اوس داسې فکر موجود دی که چیري په دې  کنفرانس کې طالبان ګډون نکوي ښايي چې دا کنفرانس یوځل بیا وځنډیږي ځکه د طالبانو د نه ګډون په صورت کې هره پریکړه چې وسي نتیجه نه ورکوي.

تمه وه چې د طالبانو او امریکا د هوکړي سره سم تر راتلوونکي مي میاشت کې د امریکايي ځواکونو په ګډون ټول بهرني سرتیري ووزي خو د سرتیرو د وتلو نېټه راتلوونکې سپټمبر میاشتې ته اوږده سوه ځکه نو طالبانو وویل چې  د دوحې او خبرو او ترکیې کنفرانس په ډول له سره کتنه او غور کوي.

که چیري طالبان ګډون نکوي او د ترکیې کنفرانس جوړیږي نو هیڅ فکر نه کیږي چې کومه نتیجه دي ورکړي ځکه د لته ښکېل لوري مطرح دي چې افغان دولت او طالبان دي له دې نه که یو هم حاضر نه وي نو ښايي کنفرانس جوړ نه سي او که کنفرانس جوړیږي نو هیڅ نتیجه نسي ورکولی.

اروپايي ټولنې په وروستۍ غوښتنه کې له طالبانو هیله کړې چې د ترکیې کنفرانس کې ګډون وکړي او دا چانس له لاسه ورنکړي

Comments are closed.