The news is by your side.

پاکستان په افغانستان د ترهه ګرو ډلو ملاتړته دوام ورکړی

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان په هکله د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تازه مطلب کې راغلي چې د افغانستان موضوع د حل اسانه لارې چارې درلودې او اوس به دا جګړه ګټل  سوې وای خو د ترهه ګرو ډلو څخه د پاکستان ملاتړ د دې معضلې د ډیریدو لامل سوی.

دې ورځ پاڼې دا هم ویلي چې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل هم ناسمه پریکړه ده ځکه دوه مهم لاملونه يې په ګوته کړې هغه دا چې رښتیا هم امریکا کولای سي له خپلو ۲۵۰۰ سرتیرو پرته هم کولای سي چې خپلو اهدافو ته ورسیږي خو دا باید له پامه ونه غورځول سي ځکه افغانستان داسې یو هېواد کې دی چې ترهه ګرې ډلې په اسانۍ بیرته پکښي ځای پرځای کیدلای سي او همدا لامل دی چې بیرته به امریکا ته په سترګواښ بدله سي.

افغانستان ته د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ګواښونو او پیښو خطرونو په هکله تر دې وړاندې په کور دننه امریکايي چارواکو او سمیه ییزو هېوادونو هم اندېښنې ښودلې او ویلي يې دي  چې که امریکا خپل ټول سرتیري له دې هېواده وباسي  نو لیري نه ده چې ترهه ګر به یو ځل بیا په دې هېواد کې پټن ځایونه پیدا کړي او همدارنګه به خونړۍ جګړې رامنځ ته سي.

تراوسه امریکا د دې اندېښنو په کور دننه او سیمه ییزو هېوادونو ته ځواب نه دی ویلی او یوازي يې دا اعلان وکړ چې د سپټمبر تر ۱۱ مې میاشتي پوري خپل ټول سرتیري له افغانستانه باسي.ږ

د امریکا له دې اعلان وروسته د ناټو غړو هېوادونو او متحدینو هم په دې نېټه د خپلو سرتیرو د وتلو اعلان وکړ چې تر ډیره بریده له دې پریکړو سره څوک دومره ژمن نه دي او اندېښنې لري.

د پاکستان دوه مخې سیاست او د سولې روانې نیمګړې خبرې او وروستۍ جګړې د دې لامل کیږي چې د افغانستان راتلوونکې ته هرڅوک اندېښمن سي د افغانستان په هکله د ترکیې کنفرانس ته زیاتي هیلې سته چې د افغان جګړې د پای ته رسیدلو او یوې هو کړې کولو لپاره به زمینه برابره سي خو طالبانو د اوس لپاره په دې کنفرانس کې ګډون کول رد کړي او ویلي یې دي چې پر ټولو باندې له سره غور کوي

Comments are closed.