The news is by your side.

غني وایي، طالبانو ته مو د سولې غېږ پرانیستې

خبریال وېبپاڼه / ولسمشر محمداشرف غني وايي، د وسله والو طالابنو روانه جګړه هیڅ راز دیني مشروعیت نه لري او د اسلامي نړۍ دیني عالمانو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده. 

ولسمشر غني امنیتي منسوبینو ته د مډالونو د ورکړې په غونډه کې ویلي چې که طالبان سوله کوي، نو د افغان حکومت غېږ ورته پرانیستې او د تېر په څېر بیا هم انعطاف منلو ته چمتو دي. 

نوموړي ویلي، چې که طالبان اوس هم سوله نه کوي، نو دا به د جګړې د دوام لپاره د دوی پلمه وي، چې نور هیچا ته د منلو وړ نه ده.

غني دغه راز له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره يې هر اړخیز پلان چمتو کړی دی او افغان حکومت دې برخه کې همکاري کوي.

نوموړي ویلي، چې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره پوره چمتووالی لري او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول خوندي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي.

ولسمشر محمداشرف غني همدارنګه د پاکستان په اړه هم توندې څرګندونې کړې دي او ویلي یط دي چې د دوستي او دښمني انتخاب له پاکستان سره دی، که له افغانستان سره دوستي غواړي، نو افغان حکومت چمتو دی، چې ورسره دوستي وکړي.

ولسمشر ویلي چې که پاکستان له افغانستان سره د دوستي نیت لري، نو افغان حکومت به هم د نړۍوالو همکاریو په زیاتوالي له پاکستان سره همکاري وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د پرېکړې اختیار له پاکستان سره دی، که چېرته خپل هېواد ارام پاتې کېدل غواړي؛ نو افغانستان دې ارام پرېږدی او دلته دې د ناامنیو له جوړولو لاس واخلي.

هغه غیر مستقیم پاکستان ته ور یاده کړې، چې باید د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي او د افغان سولې پروسې د بریا له لارې خپل هېواد هم ارام کړي، چې دا به بیا د ټولو په ګټه وي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې ده، نږدې راتلونکې کې د سولې په اړه د ترکیې غونډه جوړه شي، چې د سولې او جګړې په اړه به پکې برخلیک ټاکونکې پرېکړې وشي، خو طالبانو تر اوسه په دغه غونډه کې د ګډون په اړه کره خبره نه ده کړې.

Comments are closed.