The news is by your side.

جرمني د خپلوافغان همکاران لپاره اندېښنه لري

خبریال ویب پاڼه/ له کومې ورځې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا عسکرو د وتلو اعلان کړی ورسره سم د جرمني په ګډون د ناټو غړو هېوادونو هم له دې هېواده د وتلو وویل.

جرمني هېواد په افغانستان کې د خپلو افغان همکارانو په هکله د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې  دوی غواړي دا کارکوونکې هم المان ته ولیږدوي.

د جرمني د دفاع وزیرې انګریت کرنبایر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې زموږ د سرتیرو مرسته کوونکو افغانانو ژوند په خطر کې دی ځکه نو له خپله دولته غواړم چې هغوی هم جرمني ته راولي.

کرنبایر ویلي دا چې موږ دا افغان کارکوونکې دلته جرمني ته را ولو نو دننه په حکومت کې یوه اسانه او چټکه لاره سته چې هغوی ترجرمني را ورسوي.

نوموړې ویلي دا چې جرمني  ځواکونه له افغانستانه وزي دا زموږ مسؤلیت دی چې خپل افغان همکاران په ناخوندي حالت او ځای کې پرې نه ږدو.

د شمېرو له مخې د ۱۰۰۰ جرمني پوځيانو سره او سمهال په افغانستان کې ۳۰۰ افغان کارکوونکې هم سته چې جرمني يې په هکله اندېښمن دی.

تر دې وړاندې د امریکايي او یو شمېر نورو هېوادونو افغان همکاران چې له ګواښ سره مخ وو، او یاهم دي ډیری يې بهرنیو هېوادونو ته تللي.

د جرمني دفاع وزیرې په داسې حال کې دا څرګندونې کړې دي چې تازه دې هېواد ویلي چې له افغانستانه د سرتیرو د وتلو په پروسه پیل کوي، او د سپټمبر تر ۱۱ مې به یې بشپړه کړي.

تر دې وړاندې جرمني د خپلو سرتیرو د ماموریت نېټه تر ۲۰۲۲ کال پوري اوږده کړې وه خو کله چې امریکا د خپلو سرتیرو د وتلو نېته اعلان کړه نو ورسره سم جرمني او نورو متحدو هېوادونو هم همدا نېټه خوښه او ویې ویل چې پر دې نېټه به خپل سرتیري له افغانستانه باسي.

د جرمني له دې اټکله داسې ښکاري چې د سرتیرو په وتلو سره به حتمي په افغانستان کې حالت خرابیږي ځکه نو د خپلو همکارانو په هکله اندېښنه لري دوی ویلي چې که يې عسکر له افغانستانه وزي جرمني خپل همکاران په نا امنه او بې ثباته حالت کې نسي پرېښودلای

Comments are closed.

koi finance