The news is by your side.

غني: پاکستان ته، دوستي یا دښمني ستاسو خوښه

خبریال ویبپاڼه/ افغان ولسمشر امنیتي ځواکونو ته د مډالونو ورکړي یوه پروګرام کې طالبانو سولې او سیمه ییزو هېوادونو په هکله تازه څرګندونې کړې او پاکستان ته یې خپل انتخابونه سپارلي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې پاکستان مخاطب کړ چې نن ستاسو د تصمیم ورځ هر تصمیم چې نیسئ هغه د طالبانو بریدونو ته په اشارې وویل چې که موږ ارام یو نو دوی به هم ارام او هوسا وی خو که موږ نا ارامه یو دوی به هم وي نو دوستي او دښمني د پاکستان په خپل لاس کې ده چې کومه برخه ټاکي خو پاکستان د دوستي لاس اوږد کړي موږ به هم ورسره مرسته وکړو چې سیمه ییز هېوادونه له پاکستان سره مرسته وکړي

ولسمشر ویلي د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره پوره چمتوالی لري او له هغه وروسته به موږ وسو کولای چې خپل امنیت په خپله وساتو.

نوموړي زیاته کړه د جمهوریت صف او د دښمن صف څوک چې د جمهوریت په صف کې نه دریږي نو په دولت کې ورته ځای نسته طالبانو خپلو جګړو ته دوام ورکړی خو د دې جګړې لپاره هیڅ دیني مشروعیت نلري.

ښاغلي غني وویل دا چې طالبان د دې جګړې لپاره دیني مشروعیت نلري ورسره هممهاله څوځله د نړۍ د ديیني عالمانو او اسلامي ټولنو له لوري د افغانستان روانه جګړه ناروا بلل سوې.

افغان ولسمشر پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې  وړاندې د قطر د دیني عالمانو ټولنې په افغانستان کې جګړه مسلمان وژنه بللې وه او د دې جګړې د ژر دریدلو غوښتنه يې کړې وه.

هغه طالبانو ته په واضحه پیغام کې وویل زموږ لیدلوری ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکي، اباد، ازاد او خپلواک افغانستان دی، که طالبان په دې چوکاټ کې سوله کوي زموږ غېږ ورته پرانېستې ده او له هغه پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده. موږ د ډار نه، د ټینګې ارادې خلک یوو.

ولسمشر غني پرداسې مهال پاکستان ته لاره ښيي چې یو شمېر نړیوالو ډیپلماټانو او همدارنګه په کور دننه افغانانو پر دې هېواد شک کړی چې په افغانستان کې يې نیابتي جګړه پر لاره اچولې او نړیوال يې باید ژر تر ژر مخنیوي وکړي

Comments are closed.