The news is by your side.

د چاپان امنیت لپاره د اټومي وسلو کارونې امکان

خبریال ویبپاڼه/ که څه هم څو لسیزې وړاندې امریکا پر چاپآن د اټومي  بم بریدونه کړې ول چې دا هېواد يې پرې کنډي کپر خو اوس دونه ورته ګران سوی چې په ان په اټومي  وسلو يې هم دفاع کوی.

د امریکا او چاپان هېوادونوترمنځ د امنیت د تړون نوي کولو مراسمو کې امریکا چاپان ته تر بل هر وخت ور نژدې سوه بایډن وویل چې د چاپان امنیت خوندي توب لپاره اټومي وسلو کارونې ته هم چمتو دی.

لسیزې وړاندې همدې امریکا چاپان په اټومي  بریدونو کنډي کپر کړی وو، خو امریکا د چاپان د خونديتوب لپاره ویلي که د دې هېواد د اامنیت لپاره اړتیا سي نو اټومي  وسلو کارونې ته هم تیار دي.

په عیني حال کې يې د چین پر ضد هم یو ګام پورته کړی امریکا ویلي چې دا امنیتي تړونونه ان د چین په ختیځه بحیره کې چیري چې د چاپان تر کنټرول لانې د سن کاکو ټاپو ګان شتون لري هم صدق کوي او هغوی هم پکښي شامل دي.

که هم امریکا په نړیواله کچه د اټومي وسلو جوړیدلو په برخه کې  نور هېوادونه راګرځوي خو خپله هره ورځ د اټومي ګواښونو بریدونو او د دې وسلو د استعمال خبرې کوي.

بایډن د چین لومړي وزیر یوشیهید یوګا سره د لیدنې په ترڅ ګډه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي امریکا د اټومي توان په ګډون د خپل ټو ځواک سره له چاپان څخه د دفاع برخه کې پریکړو ته ژمن دی.

امریکا په دې سره چین ځپي

امریکا د چین د ځپلو او فشار لاندې کولو په هکله د سن کاکو په ټاپوګانو کې د چاپان ادارې په وړاندې خنډون وغندل دا ټاپوګان چې غیري مسکوني دي د دیائو، او دیائویا په نومونو یادیږي، دا سیمه ځکه اوس له ارزښته ډکه بلل سوې چې احتمالا ښايي د ګازو اونفتو ذخیرې پکښي شتون ولري ځکه نو چین کوښښ کوي چې دا سیمه تر څار لاندې ونیسي خو د چاپان له لوري امریکا متوجې سوې

پر چاپان د امریکا اټومي برید؟

په ۱۹۴۵ زیږدیز کال اکسټ میاشت کې یوې امریکايي بم غورځوونکې الوتکې د چاپان پر هیروشیما ښار یو یورانیمي بم وغورځاوه چې له امله يې ۱۴۰ زره انسانان ووژل سول او د بشر په تاریخ د یوې لويي پیښي په توګه ثبت سوې

Comments are closed.