The news is by your side.

اروپايي ټولنه: طالبان د ټوپک په زور واک نه‌شي ترلاسه کولای

خبریال وېبپاڼه/ اروپايي ټولنه وايي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته که طالبان سوچ کوي چې د جګړې له لارې به واک ته ورسېږي، دا خوب دې اوبو ته ووايي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی انډریس وون ویلي، چې طالبان باید د جګړې پر ځای د خبرو لار غوره کړي او د سیاسي حل‌لارې له مخې واک کې ځان شریکان کړي.
هغه ټینګار کړی چې طالبان باید د خبرو له لارې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د ترکیې ناسته کې دې ګډون وکړي، تر څو هم جګړه پای ته ورسېږي او هم یو ګډ حکومت رامنځته شي.
نوموړي په خپلې تازه مرکه کې ویلي چې طالبان افغانستان کې روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کولای شي، نو جګړې ته دې دوام نه ورکوي او د تاوتریخوالي کچه دې نه لوړوي.
ده ویلي چې طالبان دې له اوسني فرصت ګټه واخلي او د ترکیې په استانبول کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب جوړې شوې غونډه کې دې ګډون وکړي، چې ګټه یې دواړو لوریو ته رسېږي.
وون زیاته کړې، اروپایي ټولنه افغانستان کې د سولې او بین افغاني مذاکراتو ملاتړ کوي نو باید طالبان د تاوتریخوالي کچه ټیټه کړي.
هغه ویلي چې نور تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او باید د سولې له لارې افغانستان د ارامي او ابادي نوي فصل ته داخل شي، چې دا د افغانانو ستره هیله ده او نور باید ورته ورسېږي.
ټاکل شوې ده، چې د روانې میاشتې په ۲۴ مه د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې د سیاسي حل لارې لپاره کنفرانس جوړ شي خو طالبان په یاد کنفرانس کې د نه ګډون خبره کوي.
د شنونکو په باور، طالبان ښايي د جګړې له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي، خو دا هڅه ناکامه ده او افغانستان اوس د نويیمو لسیزو هېواد نه دی، چې هره ډله دې پکې خپل‌سرې کړنې ترسره کړي.
د شنونکو په وینا، طالبان باید نور جګړه پرېږدي او د خبرو له لارې د یو داسې ګډ حکومت د رامنځته کېدو لپاره موافق شي، چې ګته یې دواړو لورویو ته ورسېږي، چې دې کې به د افغانانو هم خیر وي.

Comments are closed.

koi finance