The news is by your side.

افغان جګړه د پاکستاني جنرالان لاس کې ده

خبریال ویبپاڼه/ د افغان جګړې سولې خبرو او سرتیرو وتلو موضوعات اوس په دې هېواد او ټوله نړۍ کې سرټکي دي او تر ډیره پخواني غربي سیاسون په دې هکله څرګندونې  کوي.

افغانستان کې د کاناډا مخکني سفیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې لپاره باید پر پاکستان فشار ولویږي او نوره د دې هېواد دا نیابتي جګړه په افغانستان کې پای ومومي.

کریسټوفر الکساندر تازه په یوه مرکه کې ویلي په افغانستان کې د پاکستان له لوري په ښکاره ډول نیابتې جګړه روانه ده او باید په همدې توګه سره د پاکستان او دې جګړې مخنیوی وسي.

نور ډیری  بهرنیان او چارواکي د سولې پروسې د بریا خبره کوي  خو د الکساندر خبره تر ټولو ځانګړې وه هغه ویلي چې  د افغان سولې خبرو د بریا لپاره دي په راولپینډۍ او اسلام اباد کې له پاکستاني جنرالانو سره خبره وسي او پردې پاکستاني جنرالانو دي فشار راوړل سي چې د طالبانو له مالي او نظامي ملاتړه لاس واخلي نو هله به سوله راسي.

د دې مخکني سفیر په پاور پاکستان تر هغو پوری د صداقت ګام نه پورته کوي څو چې ورباندې نړیوال فشار نه وي زیات هغه ویلي د افغان سولې لپاره باید پر پاکستان نړیوال فشار زیات سي.

دغه پخوانی انګریز چارواکی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغان سولې د بریا لپاره په نژدې ورځو کې د افغان سولې پر تړاو د ترکیې پلازمینه ترکیه کې یو لس ورځنی کنفرانس جوړیږي چې تر ډیره بریده هیله چې دا کنفرانس به د افغان سولې برخه کې نتیجه ورکړي او د جګړې ښکېل لوري به یوې دایمي هوکړې او سولې ته ورسیږي خو ډیری سیاسون بیا په دې خاطر چې په رښتیني ډول سره دا پروسه بریالۍ سي وايي  چې د سولې خبرو لپاره باید پر پاکستان فشار زیات سي.

پاکستان د افغانستان له هغه ګاونډیانو څخه دی چې په تیرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د نیابتي جګړې لامل بلل سوی او د همدې وخت په اږدو کې يې هيڅ د صداقت ګام نه دی اخیستی ځکه نو اوس ټول نړیوال ورباندې شک لري چې د افغان جکړې ستر لامل همدا پاکستان دی

چين افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اړوند خپل دریځ بیان کړ

که طالبانو پر غزني برید وکړ، د سولې پروسه لغوه کوم

Comments are closed.