The news is by your side.

طالبان هرکال میلیونونه ډالر زیان ملت ته اړوي

خبریال ویب پاڼه/ له تیرو شلو کلونو طالبانو د افغانستان د ازادۍ او اسلام قایمولو په نوم وسله اخیستې له دې سره سره چې دا ډله د خپلو بریدونو په ترڅو کې هرکال زرګونه افغانان وژني عامه تاسیسات او زیربیناوي هم ویجاړه وي.

که هم طالبان په دې وروستیو کې څه مدني خبرې کوي او وایي چې د عامه تاسیساتو لکه سړکونو ښوونځیو او روغتونو ساتنه کوي خو برعکس کله چې  طالبان هرې ساحې ته ننوزي نو لومړي عامه تاسیسات له منځه وړي.

په دې وروستیو کې چې کله وسلوال طالبان د غزني قرباع ولسوالۍ ته ننوتل نو په یوه ویډیو کې د دوی جنګیالي ادعا کوي چې د ولسوالۍ ټولې دنګې ودانۍ به ونړوي.

په ورته مهال د زابل د شاجوی ولسوالۍ د یوې سیمې په نیولو سره طالبانو د پاخه سړک پلونه او پلچکونه الوزولي په دې سیمه کې يې د مخابراتي شبکو ستنې له منځه وړې او په پاخه سړک کې يې ماینونه ښخ کړي.

تیره ورځ د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم وویل   چې طالبان هر کال هېواد ته د تاوان له درکه د ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د هېواد زیربینا وي له منځه وړي او دا ۹۰۰ میلیونه ډالرو تاوان یوازي عامو افغانانو ته رسیږ.

پرکومو سیمو چې طالبان واکمن دي هلته خو هیڅ د هوسايي او بیارغونې څرګ نه لګیږي خو پر کومو ساحو کې دوی يې تازه نیسي نو هغه ټولې زیبیناوي او پرمختګونه له منځه وړي چې د دولت او یا نړیوالې ټولنې  له لوري ترسره سوي وي.

کلونه وړاندې د کابل کندهار هرات لویه لاره په عصري ډول سره ورغول خو اوس د طالبانو د بریدونو او ماین چاودنو له امله دا لویه لاره کنډي کپر سوې چې ټول زیان یې ملت ته اوښتی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ویلي چې طالبان هر کال زیات عامه تاسیسات چې مستقیمه ګټه یې ولس ته رسیږي تخریب کړې او له منځه يې وړي دي او لاهم خپلو دې موخو ته دوام ورکوي که څه هم طالبانو ویلي چې د عامه پروژو ساتنه کوي خو دوی په خپل دې قول کې صادقه نه دي.

د زابل د شاجوی چینو سیمې ته تیره ورځ طالبان ننوتل د عامو خلک له قوله چې په دې سیمه کې طالبانو  لومړی د افغان بیسم مخابراتي شبکې ټاور له منځه یوړ او همدارنګه يې د پاخه سړک بلچکونه له منځه یوړل

Comments are closed.

koi finance