The news is by your side.

حکمتیار:‌طالبان د امریکا پیداوار دي

خبریال وېبپاڼهد ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي ډلې مشر ښاغلی حکمتیار وايي‌ چې امریکايي‌ځواکونه وسله والو طالبانو را وستلي‌او د پاتې کېدو سبب یې هم طالبان دي.

ګلبدین حکمتیار چې په ننګرهار کې یوې غونډې ته وینا کوله په کلکه دا ځل خپله خوله پر وسله والو طالبانو ورخلاصه کړه.‌

حکمتیار وايي چې لمړی طالبان امریکایانو راوستل چې افغانستان ته د امریکایانو د راتګ لار خلاصه کړي.

حکمتیار وايي‌چې د طالبانو له لوري‌ د کندز نیول هم یوه لویه تېروتنه وه او درې ورځې وروسته بېرته وتښتېدل.‌

ګلبدین ناببره په طالبانو پسي‌داسي‌وخت خوله را خلاصه کړه چې له یوې خوا نړۍ وال ځواکونه د افغانستان نه د وتلو تیاری کوي؛ او له بله اړخه د افغان حکومت له لوري‌ د سولي د پروسې د ګړندي توب هڅې روانې دي .‌

ګلبدین حکمتیار چې په دې وروستیو کې دافغانستان په لوستي  ټبر کې ناسم شهرت موندلی وو یوځل بیا د اوسنیو خبرو په کولو سره هڅه کړې ده چې په لوستي ټبر کې خپل بایللی شهرت تر لاسه کړي.

که څه هم د افغانستان ډېری وګړي په دې باور دي‌چې ګلبدین حکمتیار یوازي هغه خبرې کوي چې د پاکستان استخبارات ورته وايي؛ خو دا لا تر اوسه روښانه نه ده چې ښاغلی حکمتیار به ولي‌ د طالبانو په خلاف را پارول شوی وي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د ګلبدین حکمتیار څرګندولو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندي وخت ناوخته طالبانو د ګلبدین په تړاو سم نظر نه لاره.‌

دافغانستان ډېری وګړي لا له وړاندي په دې باور وو چې افغانستان کې د وسله والو طالبانو د شتون له کبله امریکایان پاتې دي؛ خ نن د حزب اسلامي‌ډلې مشر ښه په زغرده دا موضوع لا نوره روښانه کړه او زیاته یې کړه چې د امریکا يي‌ځواکونو پاتې کېدل او د امریکا يي‌ځواکونو راتګ د طالبانو له کبله وو.

ګلبدین حکمتیار وايي‌ چې طالبان د امریکا له لوري‌جوړ شوی ځواک وو چې افغانستان ته د امریکا راتګ او دلته یې پآتې کېدو ته لار هواره کړه.‌

Comments are closed.