The news is by your side.

که طالبانو پر غزني برید وکړ، د سولې پروسه لغوه کوم

خبریال وېب پاڼه/ په دې وروستیو کې داسې راپور دي چې ګواکې وسله والو طالبانو د غزني په ګډون د ځینو ولایتونو د نیولو هڅې پیل کړې دي او په پټه له پاکستان نه د هېواد ولایتونو ته وسلې را لېږدوي.

ولسمشر غني کابل ته د خلیلزاد په وروستي سفر کې نوموړي ته ویلي دي چې که طالبانو د غزني د سقوط کولو هڅه وکړه، نوموړی به د سولې ټولې خبرې لغوه اعلان کړي.

وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې نا اعلان شويو لويو عملياتو ته تياری پیل کړی دی ترڅو لوګر، غزني، میدان وردګ، فراه او اروزګان ولايتونو مرکزونه لږ تر لږه د يوې ورځې لپاره ونيسي.

د ترهګرو په همدې غبرګون کې ولسمشر غني کابل ته د خليلزاد په وروستي سفر کې هغه ته خبرداری ورکړی، که طالبان له لويو بريدونو په شا نشي د سولې پروسه لغوه اعلانوم او هغه مهال امريکا، طالبان او د دوی ملاتړي د شکايت حق نه لري.

غني اروپايي ټولنې، په کابل کې د امريکا سفير، د انګلستان سفير، د چين سفير او د اتلسو نورو هېوادونو سفيرانو ته سره هم خپل پيغام شريک کړی دی.

د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل استخباراتي معلومات خپاره کړل چې طالبان د حقاني شبکې او القاعده په مرسته پر غزني بريد ته تياری نيسي او دې موضوع د ارګ په امنيتي او سياسي غونډو کې د بحث وړ دغه موضوع افشا کړه.

په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو او القایده په ژورو اړیکو باندې هم ناندریز خبرونه خپرېږي چې ګواکې دوی لا هم له القایده سره کلکي اړیکې پالي.

ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو د خپلو پنځه زره بنديانو په اړه د کوټې شورا په وروستۍ غونډه کې پرېکړه کړې؛ پر حکومت د فشار او د سولې په خبرو کې د امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره بايد احد اقل لوګر، غزني، ميدان وردګ، فراه او اروزګان ولايتونو مرکزونه د يوې ورځې لپاره سقوط شي. همداراز د حکومت د عايداتي سرچينو د کمزوري کولو لپاره بايد د حيرتان او اقينې بندرونو لارې هم وتړل شي.

طالبان د خپل دې پلان د نمايشي عملي کولو لپاره د لوګر پر لويه لار راووتل او په مقابل کې يې ولسمشر غني هم تېره ورځ دې ولايت ته سفر وکړ.

دوې ورځې وړاندې کابل ته د زلمي خليلزاد د سفر پر مهال چې د همدې اعتراضونو له وجې رسنيز هم نشول، ولسمشر غني هغه ته خبرداری ورکړ که طالبان د سولې ژمنتیا خلاف يو بل ګام هم واخلي ټوله پروسه لغوه اعلانوم او طالب او امريکا دواړه دې خبر وي.

ولسمشر غني ویلي دي چې افغان حکومت د سولې لپاره خپل ټول انعصاف ښودلی دی او په وینا یې داسې نه کېږي چې تاسو غواړئ راشئ زه درته ټول حکومت تسليم کړم. ولس نور د بريدونو زياتېدو حوصله نه لري او که په خبره یې که په يو ښار هم بريد وشو بيا ګيله ونه کړئ.

له دې وروسته په سمدستي ډول د طالبانو د قطر دفتر هم د کوټې شورا په دې پرېکړه کې مداخله کړې او له همدې وجې ملا برادر پمپيو سره تماس کې شو، ترڅو د سولې هوکړې ته خپله ژمنتيا ورته بيا تازه کړي.

ظاهراً ښکاري افغان حکومت د طالبانو او امريکا د ټولو فشارونو په مقابل کې بندونه جوړ کړل او ترې روغ ووت. د بنديانو موضوع ته به هم تر څو راتلونکو ورځو پورې يوه حللاره وړاندې شي چې امريکا او طالبانو ته به يې د ردولو چانس ډېر کم وي.

څه د پاسه یوه اونۍ وړاندې نبیل د دغو لویو بریدونو خبره رسنیزه کړه او حکومت ته یې د تیارۍ نیولو وړاندیز وکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.