The news is by your side.

کابل کې د زوم او ناوې د بند د جوړیدو کارونو نیمګړي پاتې

خبریال وېب پاڼه/  د افغانستان په مرکز کابل کې د زوم او ناوې په نوم د دې بند جوړیدو تړون څخه یوه لسیزه تیریږي  خو اوسه یې هم کارونه دي بشپړ شوي.

د اوبو د تنظیم ملي اداره بیا د دې بند د کارونو د ځنډ لامل تخنیکي ، حقوقي او د ځمکو استملاک بهیر

دا اداره ټینګار کوي چې راتلونکې اونۍ د دې بند کار بیاځلې پیلیږي.

په کابل کې د زوم او ناوې د بند د جوړیدو قراداد له یو ایراني شرکت سره دی.

دا شرکت وایي تر دې دمه یې د دې بند اته اتیا سلنه چارې بشپړې کړي او پاتې نورې به یې هم ژر ختمې کړي.

کابل کې د زوم او ناوې په نوم د بند عملي کار د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې په کال ۱۳۹۱ کې پرانستل شو.

په لومړیو کې ایراني شرکت ژمنه وکړه چې دا بند به په دری نیمو کلونو کې ورغوي او چارې به یې بشپړې کړي خو اوس چې له دې ژمنې څخه کم یوه لسیزه تیریږي بیا هم د بند چارې نه دي بشپړې شوي.

افغانستان کې د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره د دغه بند د جوړېدو چارو کې د ځنډ لاملفني ، حقوقي ستونزې او دغه راز د دغه بند شاوخوا ځمکې استملاک یادې کړي دي.

دا اداره وایي  راتلونکې اوونۍ به د دغه بند د جوړېدو چارې بیا ځلي پیل کړي او ژر به یې پای ته ورسوي.

د دغه بند د جوړېدو عمده لامل، چې د دولت بودیجې څخه تامینږي د کرنیزو ځمکو خړوبول او د کابل یو شمیر اوسېدونکو لپاره د څښاک د اوبو برابرول دي.

کابل کې د اوبو رسونې عمومي شرکت شمېرې ښیې، چې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبه یوازې د کابل دوه نیم میلیون تنو ته بسنه کوي.

د دغه شرکت مشر وایي ، چې دوی د آبګردان بندونو جوړېدو ته په تمه دي، چې وکړای شي د کابل ښار د اړتیا وړ اوبه برابرې کړي.

خو د اقتصادي چارو یو شمیر شنوونکي حکومت د آبګردان بندونو جوړېدو په برخه کې پاتې بولي.

د زوم او ناوې یا شاه او عروس بند د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې جوړېدو سره یې د سیمې د اوسېدونکو ۳۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبیږي.

د دې بند جوړیده به څه کم دوه میګاواټه بریښنا هم تولید او دغه راز به د فصلي سېلابونو مخه هم ونیوله شي.

کابل اوسیدونکي اوسمهال په یو شمیرسیمو کې د پاکو اوبو د نشتون له ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.