The news is by your side.

غني: را روانه یکشنبه به د طالب بندیانو پروسه وروستۍ شي

خبریال وېب پاڼه / د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي د وسله والو طالبانو د بندیانود خوشې پروسه به را روانه یکشنبه وروستۍ شي.

ولسمشرغني وایي سوله یواځې تړون نه دی دا یوه پروسه ده، چې په هغه کې ښکېلې خواوې باید یو بل ومني.

ولسمشر غني تیره شپه له ملي تلویزیون سره په خبرو کې له کرونا سره د مبارزې، طالب بندیانو ازادولو، سولې پروسې، له فساد سره د مبارزې، نوې کابینې او د هیواد د سیاسي راتلونکي په اړه هم خبرې وکړې.

که څه هم د ولسمشرغني دولت له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له نیوکو سره مخ خو بیا هم ولسمشر په ټینګار سره وایي، چې افغانستان تر اوسه هم نه پوهېږي چې د کرونا د منحني په پورته او که ښکته لوري کې موقعیت لري.

هغه په ټينګار سره وویلې، چې دوی له کرونا سره د مبارزې لپاره په کافي اندازه پيسې او برنامې لري خو عملي کول یې پکار دي.

افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې د طالب زندانیانو د ازادولو په برخه کې را روانه یکشنبه وروستۍ ورځ ټاکلې او زیاته یې کړه، چې افغان دولت نشي کولای ،چې په یو دم د طالب بندیانو ۵ زره تنه له عدلي او قضایي پروسې پرته خوشې کړي.

د سولې پروسې په اړه ولسمشرغني وویل په قوي احتمال به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې په قطر کې پيل شي.

هغه زیاته کړه، چې افغان سولې لپاره اندونیزیا، جاپان، المان، روسیه، ناروې او داسې نورهیوادونه د سولې خبرو کوربه توب ته هیله مند دي.

افغان حکومت اوسمهال له یوه اړخه د کرونا سره دمبارزې او له بله اړخه د سولې د مهمو موضوعاتو سره د مبارزې په برخه کې مصروف دی.

بل لورته د امریکا دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته د افغانستان امنیتي حالت په هکله رپوټ کې ویلي چې وسلوال طالبان په هند نیمه وچه کې د القاعده څانګې سره لا هم مرسته کوي.

د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون له مخې، دې ډلې منلې، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په پیلېدو سره نه پرېږدي، چې د دوی واک کې سیمې پر امریکا د برید لپاره د القاعده په څېر ډلو ته په خوندي مرکز بدلې شي.

دې رپوټ کې ویل شوي، چې وروستیو میاشتو کې طالبانو هند نیمه وچه کې د القاعده څانګې سره همکاري روانه ساتلې ده.

پنټګان د امریکا کانګرېس ته خپله ارزونه کې ویلي، د هند نیمه وچه کې القاعده څانګه پرلپسې د طالبانو له ټیټ رتبه غړو سره د افغان حکومت په کمزوري کولو کې مرسته کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د پنټګان د دې رپوټ په هکله څه نه دي ویلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.