د ترکیې کنفرانس ځنډېدل په ګټه که تاوان دی؟
خبریال ویب پاڼه/ تمه وه چې دوه ورځې وروسته د افغان سولې پر تړاو د ترکیې پلازمینه استانبول کې د افغان سولې په هکله یو لس ورځنی کنفرانس جوړ سي چې پکښي د افغان جګړې د ختم لپاره بحث وسي.
خو دا کنفرانس د طالبانو د نه ګډون له امله د دریم ځل لپاره یو ځل بیا وځنډید او مالومه نه ده چې څه وخت به ترسره سي.
اوس پوښتنه داده چې د ترکیې کنفرانس ځنډیدل څومره اړین وو، ګټه به ولري که تاوان که چیري د افغان سولې په دې کنفرانس کې طالبانو ګډون کړی وای نو پر خپل وخت پیل کیدی خو د طالبانو د نه ګډون له امله وځنډید طالبانو ویلي چې د دوی د اندېښنو له ځواب ویلو وروسته به په دې کنفرانس کې ګډون کوي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي او د یوناما مشرې ډیبرا لاینز خپل څو ورځنی سفر چې دوحې ته يې کړی وو، پای ته رسولی په همدې هکله یوناما یو اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي د دې کنفرارنس ځنډيدل د افغانستان په مسله کې ښکېلو لورو او ګوندونو ته یو بل فرصت برابر کړ ترڅو د دوحې په مذاکراتو کې پرمخت څرګدن کړي او سولې ته د رسیدو په برخه کې جدي و اوسي.
یوناما دا ځنډ یو بل فرصت بللی خو له بله پلوه نژدې هره ورځ لسګونه افغانان د همدې سولې په انتظار د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې وژل کیږي چې تر ډيره بریده کې شمېره ملکیان دي.
هم تاوان هم ګټه.
که څه ډیر داسې نظریه لري چې ګټه مو وکړه خو په افغانستان کې د جګړې هره ورځ د نړۍ تر ټولو کټو لوی تاوان دی طالبانو ویلي چې ترڅو چې يې اندېښنو ته ځواب نه وي ویل سوی په دې کنفرانس کې ګډو نکوي.
په ورته وخت کې ترکیه امریکا او ملګري ملتونه په دې هڅه کې دي چې طالبان دې ته راضي کړي څو د ترکیې په جوړیدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي که څه هم طالبانو دې کنفرانس ته په سمه سترګه نه دي کتلي خو افغان دولت دا کنفرانس مهم بللی اوطالبان يې په دې هېواد کې جګړې ته په دوام ورکولو تورن کړي.
Comments are closed.