له مي وروسته پر بهرنیانو د طالبانو بریدونه او عواقب يې

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې باید تر مي میاشت پوري ټول بهرني سرتیري له افغانستانه وتلي وای خو داسې ونسو او طالبانو هم په خپلو اعلامیو کې ګواښوونکې خبرې کړې.

ښايي بد عواقب ولري ځکه چې امریکا د سخت غبرګون ویلي او د سولې روانه پروسه به هم زیانمنه کړي

په افغانستان کې میشت بهرنیان هم له دې څخه ویره لري امریکا ویلي که له مي وروسته يې پر سرتیرو بریدونه وسي نو طالبان به له سخت ځواب سره مخ سي.

په ورته وخت کې د افغانستان بریتانیا سفارت هم  خپله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې د مي میاشتي په را رسیدلو سره ښايي طالبان پر دوی او نورو بهرنیانو خپل بریدونه پیل کړي.

دې سفارت په خپله وروستۍ اعلامیه کې اندېښنه څرګنده کړه چې ښايي طالبان له مي  میاشتي وروسته پر بهرنیانو خپل بریدونه پیل کړي.

په دې خبرداري کې بریتانیايي اتباعو ته سپارښتنه سوې چې د افغانستان ټولو ولایتو ته له تګ څخه دي ډډه وکړي او د امنیتي ملحوظاتو له کبله څومره چې ژر کیدلای سي له افغانستانه باید ووزي.

کله چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په مي کې نه بلکې د راتلوونکې سپټمبر میاشتي ۱۱ نېټه د خپلو سرتیرو د وتلو وروستۍ نېټه اعلان کړه طالبانو وویل  چې دا دوحې هوکړې نقض دی او په دې سره د بدو عواقبو پړه هم  د امریکا پر غاړه وي.

که څه هم طالبانو  په ښکاره ډول په خپله اعلامیه کې له مي وروسته پر بهرنیانو د بریدونو په هکله څه نه دي ویلي خو ښايي له له مي  وروسته پر بهرنیانو بریدونه وکړي ځکه فلمه یې جوړه ده.

په ورته وخت کې کله چې طالبانو دا اعلامیه خپره کړه امریکا وویل که يې چیري پر سرتیرو بریدونه وسي نو طالبان به له جدي ځواب سره مخ سي خو تراوسه مالومه نه ده چې طالبان به څه وکړي او پر کومو بهرنیانو به بریدونه وکړي.

بریدونه به څه پایلي ولري

که څه هم  له مې وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ کوم تړون او هوکړه نسته خو که چیري  طالبان غواړي چې رښتیا هم بهرنیان له افغانستانه ووزي باید پرې بریدونه وکړي او که چیري بریدونه پرې وسي نو جګړه به اوږده سوله به زیانمنه او د بهرنیانو د پاتي کیدلو لپاره به سل فلمې پیداسي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More