The news is by your side.

بریتانیا: ښايي طالبان د مې په لومړۍ نېټه په بهرنیانو بریدونه پیل کړي

خبریال وېبپاڼه/ په کابل کې د بریتانیا سفارت وايي، چې ښايي وسله وال طالبان د مې میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې پر مېشتو بهرنیو ځواکونو بریدونه له سره پیل کړي.

یاد سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د دوحې تړون نېټه پوره کېږي، ځکه خو ښايي دغه ډله د بهرنیانو پر وړاندې خپل بریدونه له سره پیل کړي.
یاد سفارت په خپرې کړې خبرپاڼه کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی دی چې د امنیتي ملحوظاتو له امله دې هر څه ژر له افغانستان څخه ووځي، څو حداقل ژوند یې خوندی وي.
خبرپاڼه کې له بریتانوي اتباعو غوښتنه شوې ده چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته دې له سفر څخه ډډه وکړي او پخپلو اډو کې دې پاتې شي، څو د طالبانو له بریدونو سره مخ نه شي.
دا خبرداری وروسته تر هغه دی چې طالبانو د ولسمشر بایډن له لوري تر سپټمبر میاشتې پورې د سرتېرو د وتلو غبرګون کې ویلي چې امریکا د دوحې هوکړه نقض کړې او د بدو عواقبو پړه به یې هم د همدوی پر غاړه وي.
طالبانو ویلي چې دوی به د دوحې تړون د نقض په صورت کې پر امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو سخت بریدونه پیل کړي، چې مسوولیت به یې د امریکا په غاړه وي.
هلته بیا امریکا ویلي چې د سپټمبر میاشتې پورې خپل سرتېري وباسي او تر هغه مخکې یې ایستلو ته تدابیر نه لري. د دې ترڅنګ امریکا ویلي چې د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره به نور سرتېري هم افغانستان ته را ولي، څو دغه پروسه خوندي ترسره شي.
که څه هم مالومه نه ده چې طالبان به د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې وروسته په امریکايي ځواکونو بریدونه پیل کړي او که نه، خو د تر دې وړاندې ګڼو نړۍوال بنسټونو طالبان یوه بې باوره ډله یاده کړې او یلي یې دي چې هڅکله به په خپلو ژمنو ونه درېږي.
طالبانو د دوحې له تړون وورسته تر ننه پر بهرنیو ځواکونو هیڅ ډول برید نه دی کړی خو د افغان ځواکونو خلاف یې جګړه توده ساتلې.

Comments are closed.

koi finance