د افغانستان په هکله پاکستان خپل دوه مخې توب ثابت کړ
خبریال ویب پاڼه/ پاکستان تر دې وړاندې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د وتلو په هکله اندېښنه څرګنده کړې وه او غوښتنه يې کړې وه چې امریکا او نور بهرنیان باید پر دې فکر وکړي او د افغانستان وضعیت ته په کتلو له دې هېواده په بیړه و نه وزي خو اوس يې بیا د دې سرتیرو د وتل هرکلی کړی.
موده وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، د امریکايي ځواکونو وتل له افغانستانه باید مسؤلانه وي او په بیړه له افغانستانه وتل به ښې پایلي ونلري ځکه نو غوښتنه کوو چې له دې هېواده امریکایان او نور بهرنیان مسؤلانه ووزي.
کله چې د پاکستان پر دې څرګندونو د امریکا او افغانستان په ګډون هیچا هم امتیاز ورنکړ دې هېواد خپلو هڅو ته په دوام اوس ویلي چې له افغانستانه د سرتیرو وتل ښه کار دی د دې هېواد ولسمشر عارف علوي ویلي د بهرنیو او امریکایي سرتیرو وتل له افغانستان پر سم لوري یوګام دی.
علوي په خپلو څرګندونو کې یوځل بیا ځان د امتیاز ورکولو لپاره وویل د افغان سولې لپاره موږ هم قرباني ورکړې او په دې لاره کې ۷۰ زره پاکستانیان وژل سوي دي هغه وویل چې پاکستان د افغان سولې ناکامي نه غواړي او له دې پروسې سره مرسته کوي.
پاکستان وروسته له هغه خپله لاره بدلوي چې ولسمشر غني په خپلو خبرو کې دې هېواد ته خپل حد ښودلی وو او اعلان ورته کړی وو، چې موږ مو دوستي او دښمني ته تیار یو.
ولسمشر غني د امریکايي سرتیرو د وتلو اعلان وروسته وویل چې د پاکستان د تصمیم نیونې ورځ ده که يې خوښه چې دوستي وکړي او یاهم دښمني په دښمني کې يې تاوان او په دوستي کې يې سلګونه کلونه راحت دی خو تراوسه مالومه نه ده چې دې هېواد به کومه خوا ټاکلې وي.
علوي د امریکا یرغل په اشاره ویلي چې موږ له لویه سره امریکا ته ویلي چې باید خبرې وکړي او جګړه کومه د حل لاره نه ده که څه هم پاکستان د افغان سولې په برخه کې مهم بلل سوی خو په دې وروستیو کې خورا منزوي او له پامه لویدلي رول کې راڅرګندیږي
Comments are closed.