The news is by your side.

پاکستاني طالبانو بلوچستان چاودنه ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

پاکستاني طالبانو بلوچستان چاودنه ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبلهاړولې

خبریال وېبپاڼه/ تېره شپه د بلوچستان په کوټه ښار کې په یوه مشهور رسټورانټ کې د ننه چاودنه شوې ده، چې شپاړلس تنه پکې وژل شوي او ټپیان دي.
خبریال وېبپاڼې ته د رسېدلو مالوماتو له مخې، دغه چاودنه د سرینا هوټل په پارکینګ کې شوې ده، چې د چاودنې پر مهال په هوټل کې بهرني او کورني میلمانه حاضر وو.
ویل کېږي، چې سرینا هوټل کې د پاکستان د پوځ د افسرانو مېله وه او ځینې بهرني مېلمانه یې هم پکې و، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک د انتحاري بریدګر ښکار شوه.
په دې چاودنه کې د هوټل ودانۍ اور اخیستی او پاکستاني پوځیانو او نورو مېلمنو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه چې خبریال وېبپاڼې ته کوم مالومات رسېدلي په دې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او دوولس نور سخت ټپیان دي.
ځايي ډاکټرانو ویلي چې د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او ښايي د وژل شویو کسانو شمېره پورته شي.
د دې برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک منلی دی او د دې ډلې ویاند محمد خراساني خبریال وېبپاڼې ته په رالېږل شویو مالوماتو کې د برید د مسوولیت منلو ترڅنګ ویلي چې د پاکستان پوځ او بهرنیو مېلمنو ته یې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستاني طالبانو تحریک پاکستاني پوځیان په نښه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم څو څو ځله درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.
څو ورځې وړاندې یې هم یو برید کړی و، چې پوځیانو ته پکې قوي مرګ ژوبله اوښتې وه.
دغې ډلې اخطار ورکړی و چې تر هغو به یې د پاکستان د پوخ خلاف مبارزه روانه وي، تر څو چې په شرعي قانون برابر شوي نه وي او د غرب له سلطې را ونه وځي.
دوی ویلي و، چې د پاکستاني نظام مدافعین به یو یو ووژني او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې ننګه یې وکړي او یا یې د دوام هڅه وکړي.
دا چې پاکستانی حکومت ولې د دغې ډلې پر ضد عملیات نه کوي، بېلابېلو اړخونه لري، خو یو عمومي نظر دا دی چې یاده ډله تر پاکستاني پوځیانو خونړی ده.

Comments are closed.

koi finance