The news is by your side.

تازه خبر! لنډغرو د هلمند پر امنیه قومانداني وسله وال برید وکړ

خبریال وېبپاڼهدافغانستان په نا ارامه ولایت هلمند کې وسله والو ټوپیکانو پر امنیه قوماندانۍ برید کړی او د امنیه قوماندان په ګډون یې ټوله قوماندانيمحاصره کړې ده .

په لښکر ګاه ښار کې په ساعتونو ډزې روانې وې چې ځايي اوسېدونکي یې سخت نا ارامه کړي وو.

د هلمند ولایت کې د افغان پوځ عموميقوماندان؛ د ملي‌امنیت ریس او اوس د هم هغه ولایت والي‌ د ځايي ټوپکیانو سره خبرو اترو ته سیمې ته رسېدلي‌ دي.‌

د ملي‌امنیت سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې په وسله واله نښته او د ټوپکیانو په برید کې دواړو لوریو ته ځاني‌زیان اوښتی دی؛ خو جزیات یې ورنه کړل.‌

بل پلو د بست روغتون یوه نوکریوال ډاکتر خبریال وېب پاڼې ته وویل چې په مرمیو لګېدلي‌څلور کسان وروړل شوي دي چې پولی نه دي خو ښايي ځايي ټوپکیان وي.‌

دا نښته وروسته له هغه پېښه شوه چې په سناجرګه کې د هلمند د خلکو استازي‌ هاشم الوکوزي ورور او وراره له دندې لیري‌کړل شول.‌

د پولیسو یوې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د هاشم الکوزي‌ ورور د هلمند د مخدره توکو د څانګې مشر وو او تورونه پرې پوري شوي وو چې ګواکې د نشيي توکو په قاچاق کې لاس لري‌او دا علت وو چې امنیه قوماندان ولي‌جان سرحدي له دندې لیري کړ.
د هوايي ډګر قومانداني بیا د هاشم الکوزيد وراره سره وه چې هغه هم له دندې لیري کړل شوی دی.‌

د هلمند امنیه قوماندان چې په هم هغه نا امنه ولایت کې د امنیت د راوستلو او د ځايي لنډغرو د ختمولو هڅه کوي اوس له لوی چیلنج سره مخامخ دی؛ د پولیسو سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د هاشم الکوزي‌له لوري‌ ځیني کسان هم قوماندان ته ور لیږل شويوو چې قوماندان ته یې سپکې سپوريهم کړې دي.‌

د پولیسو پر امنیه قوماندانۍ د لنډغرو هجوم وروړل یوې بلې فاجعې ته لار هواره وي او که حکږمت ددې لنډغرو خلاف جدي عمل ونه کړي‌ ښاييد لنډغریزم دا سلسله له هلمنده نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

Comments are closed.