The news is by your side.

کابل کې ۳ سرغوڅ‌ شوی ماشومان څوک وو ؟

خبریال وېبپاڼهد کابل ښار په یولسمه ناحیه کې درې تنه واړه ماشومان په ډېره زیاته بېرحمي شهیدان شوي‌ دي.‌

په کابل کې د خبریال وېبپاڼې همکار ته د سیمې اوسېدونکو ویلي‌ چې د دریو واړو ماشومانو چې عمرونه یې تر (۷) کلني کم دي په انتهايي بېرحمانه ډول سرونه غوڅ کړل شويدي.‌

پر دوی باندي برید تېره شپه شوی خو لا هم تر اوسه ځايي‌ چارواکي او د کابل امنیه قومانداني په تې تړاو پټه خوله پاتې ده.‌

که څه هم دا موضوع تر دم ګړیه جنايي ښکاري؛ خو سوال او پوښتنه داده چې ولي یې حکومت په تړاو له څه ویلو ډډه کوي؟‌

کابل چې د نړۍ نا امنه پلازمېنه بلل کېږي‌اوس یې د اوسېدونکو ژوند د ټوپکیانو د وخت ژوند ته ورته دی؛‌نه ماشوم خوندي‌دی او نه هم ښځه ؛ ځوان او سپین ږېري.‌

که څه هم د کابل د امنیت د خونديتوب ټټر د ولسمشرۍ مرستیال امرالله صالح ټکولی وو؛‌خو وروسته داسي‌ریپورټونه را برسېره شول چې امرالله صالح هم په خپلو ژمنو او کړنو کې ناکام شو او د کابل امنیت له دې سره سره چې ترهه ګر یې ګواښي اوس د جنايي مجرمانو له لوري‌هم سخت خراب شوی دی.‌

د کابل اوسېدونکيوايي چې په ښکاره په ښار کې ګرزنده تلیفون هم نشي‌را ایستلای او وېره داوي چې تلیفون یې څوک په منډه ترې یو نسي.

په کابل کې د تلیفون پر سر د مرګ خبرونه هم تر لاسه شوي دي؛ او له هم دغه ښاره د جنسي‌ تېري او ماشومانو د تښتولو او آن تر دې چې اوس د ماشومانو د سرونو د غوڅولو راپورونه هم تر لاسه کېږي.‌

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو اوسنی وزیر حیات الله حیات په دې مشهور دی چې فیسبوکي نمایشي کړنې کوي؛ خو په کار دادي چې ددغو ماشومانو د قاتلانو په نیولو کې هم پرېکنده هڅه وکړي.

دا ماشومان چې په اړه یې ډېر جزیات نه ورکول کېږي په خپل کور کې د چړو په وسیله شهیدان شوي‌دي؛ دا چې ددوی مور او پلار چېرته دي‌او ولي‌ هغوی پټ ساتل کېږي دا موضوع لا هم معما پاتې ده.‌

Comments are closed.