The news is by your side.

د بن لادين ادعا امريکا به تښتي رښتيا سوه؟

خبريال ويب پاڼه/ بيا هم امريکايي رسنۍ او له افغانستانه د امريکايي سرتيرو وتلو موضوع دا ځل نيويارک ټايمز دا راپور د وژل سوي اسامه بن لادين په حق کې چلولی او امريکا يې ګمزوري کړې.

د‌ نيويارک ټايمز دې جالبه راپور کې د امريکايي ځواکونو وتلو ته د تاريخي تيروتنې نوم ورکړی، او ويلي يې دي که چيري امريکا په همدې وخت کې له افغانستانه ووزي او دا هېواد يوازي پريږدي نو د بن لادين هغه نظريه چې ويل به يې امريکا به په اخير کې و تښتي پر حقه ثابته سي.

ورځپاڼه زياتوي له شلو کالونو وروسته په کار نه ده چې امريکا را ولاړه سي او افغانستان يوازي ترهه ګرو ته پريږدي.

سرچينې طالبانو ته هم اشاره کړې چې د امريکا له وتلو سره واک ته رسيدلی سي او دا هېواد به يوځل بیا د ترهه ګرو په پټن ځايونو بدل سي.

خو امریکا ويلي خپل سرتيري له افغانستانه باسي خو يوازي يې نه پريږدي د امریکا په خبره دوی به له افغان حکومت او افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امريکا د اعلان سره سم راتلوونکي سپتمبر مياشتې پوري به ټول امريکايي پوځيان افغانستان خوشي کړي.

د دوی له دې اعلان سره سم په افغانستان کې نژدې ټولو بهرنيو هېوادونو چې دلته سرتیري لري اعلان وکړ چې پر ياده نېټه له امریکا سره يو ځای خپل سرتيري باسي.

خو د امريکا له دې اعلان سره سم له دې سره چې ټولو ړسنیو يې غبرګون ښودلی په کور دننه سياسي او نظامي څيرو هم غبرګون ښودلی او په دې هکله يې خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

نن د امريکا پخواني ولسمشر او د افغان جګړې پيل کوونکي جورج بوش هم د افغانستان په هکله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي وو چې د افغان ښځو او نجونو په هکله اندېښنه لري.

د نيويارک ټايمز په دې مقاله ويل سوي که چيري امريکا له قوي تضمينه پرته افغانستان څخه وزي نو دا پيغام ورکوي چې خپلې او د افغانانو شل کلنې لاس تم راوړنې په اوبو لاهو کوي او یوځل بیا به توري تيارې راسي.

خو ښايي امریکا يوازي يو نمايش کوي او دومره په اسانۍ دا هېواد پرې نه ږدي

Comments are closed.