The news is by your side.

طالبانو ته د بریتانیا خبرداری

خبریال وېبپاڼه/ بریتانیا وايي، سره له دې چې د افغان سولې خبرې مهم پړاو ته داخلې شوې، خو تاوتریخوالي کې هېڅ راز کمښت رانغلی او وسله والو طالبانو جګړه د تېر په څېر روانه ساتلې ده.

د بریتانیا دفاع وزیر جېمز هپي ویلي، چې که له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې د زیاتېدو او د ترهګرۍ د ودې هڅه وکړي، نو دوی به نظامي اقدام باندې لاس پورې کړي.
هپي ویلي، هڅې روانې دي چې طالبان باید د خبرو اترو له لارې د افغان حکومت برخه وګرځي او د جګړې پر ځای د خبرو له لارې په داسې لارو چارو فکر وشي، چې د افغانانو ستره هیله چې سوله ده، پوره کړل شي.
هغه ټینګار کړی دی چې بریتانیا او ملګري هېوادونه یې دا انتخاب لري چې که چېرته ترهګري وده وکړي نو دوی به یو ځل بیا پوځي اقدام وکړي او هیچاته به اجازه ور‌نه کړي چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل کړي.
هغه دغه راز زیاته کړې چې دوی به د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ ته هم دوام ورکړي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې به یې په کلکه ترڅنګ ولاړ وي.
دبریتانیا اوسمهال په افغانستان کې ۷۵۰ سرتېري لري چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو پر روزنه بوخت دي، خو ټاکل شوې چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستان څخه ووځي.
بریتانیا داسې مهال افغانستان کې د ترهګرۍ د ځپلو خبره کوي، چې تازه امریکا هم ویلي چې دوی به په سیمه کې د ترهګرۍ د ځپلو په موخه یو تعداد سرتېري دلته پرېږدي، تر څو په سیمه کې موجوده احتمالي خطرونه دفع کړي.
ایا طالبان به جګړه شدیده کړي؟
یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي دلته طالبان د جګړې له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي، خو د دوی په باور، طالبان له دې لارې ځکه واک ته نه شي رسېدای چې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته پوره چمتووالی لري او د دې ترڅنګ افغانستان د اویایمو لسیزو هېواد نه دی، چې د نظام د ړنګولو هڅه دې پکې بریالۍ شي.

Comments are closed.