The news is by your side.

د ځواکونو وتلو نه بعد امریکا افغانستان له اسمانه څاري

خبریال ویب پاڼه/ هغوی په خپل نوي پلان کې په نښه کړې چې ترهه ګر به د اسمان له لوري د دوی الوتکې  څارې او هیڅ یوه ترهه ګر ته به په دې هېواد کې د فعالیت اجازه ورنکړي.

امریکا له خپل پوځي حضور وروسته هم غواړي همدلته پوره واک او کنټرول ولري ویل کیږي داسې یوه طرحه جوړیږي چې له مخې به يې  دا چاره ترسره سي.

دا معنی لري چې امریکا وزي خو له افغانستانه لیري نه ځي او چیري نژدې به خپل ځواکونه ځا پر ځای کړي.

ویل کیږي چې  د امریکا مرکزي قومانداني او ډيپلماټان له ښکېلو سیمه ییزو هېوادونو سره د یوې داسې طرحې پر جوړولو ګډ کار کوي، چې امریکا په سیمه کې خپل ځمکني او هوايي ځواکونه ولري چې په افغانستان کې د شوني ترهګریزو فعالیتونو پر مهال ترې کار واخیستل سي.

د وړاندې سویو راپورونو پر مټ ویل سوي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینټ مکنیزي د سنا مجلس ته وویل له سمیه ییزو هېوادونو سره د یوې پراخ بنسټه طرحې په جوړولو په هڅه کې دي چې له افغانستانه د خپلو سرتیرو وتلو وروسته هم په دې هېواد کې د ترهه ګریزو ګواښونو پر مهال خپل یو شمېر سرتیري دیره وساتي او د اړتیا پر وخت ترې کار واخستل سي.

په ورته وخت کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک مکینیزي په خپلو تاز څرګندونو کې  پر طالبانو  شک کړی چې تعهداتو ته ژمن نه دي اوحتمي  به یې په وړاندې یوڅه کوي.

نوموړي  د سنا مجلس د دفاعي کمېټې غړو ته په خبرو کې وویل  له بده مرغه افغانستان لاهم د ترهه ګرۍ له ګواښ سره مخ دی او د ټولو بهرنیو ځواکونو  په وتلو سره کیدلای سي په افغانستان کې جګړې سختي سي ځکه پر طالبانو باور نسته او ښايي خپلو کړو هوکړو ته ژمن پاتي نه سي.

هغه د سرتیرو وتلو سره په مخالفت وویل دا وخت له افغانستانه د سرتیرو ایستلو نه وو، ځکه ښايي القاعده یو ځا بیا سر راپورته کړي او له دې  فرصته په کارونې  نړیوالو ته لوی ګواښونه رامنځ ته کړي.

دې امریکايي جنرال خپلې اندېښنې د سنا مجلس غړو سره شریکې کړې هغه څوک چې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو  پروتلو تر ټولو ډیر وارخطا او اندېښنمن  دي مکینزي ویلې زموږ استخباراتي حضورهم هلته بسنه نکوي چې حسا پرې وکړو او ووایو چې هلته استخبارتي حضور لرو.

Comments are closed.