The news is by your side.

زابل: رڼا مدني د څښاکا پاکو اوبو لسګونه برمې کاږي

خبریال ویب پاڼه/ زابل هم د هېواد له هغه ولایتونو څخه دی چې وګړي يې په سختۍ سره د اوبو څښاک پاکې اوبه پیدا کوي  په دې ولایت کې د خلکو لاس رسی پاکو اوبو ته کم دی.

د رڼا مدني ټولنې له لوري یو پروګرام پر لاره لویدلی چې د کلات ښار یو شمېر سیمو ته چې اوسیدونکې يې اوبو ته لاس رسی نلري ژورې څاګانې برمې ووهي او ورته د څښاک د پاکو اوبو زمینه برابره کړي.

د دې ټولنې  مشر روح الله حکیمي وویل چې  د نورو خوځښتونو ترڅنګ غواړي چې د عامو خلکو د اسانتیاوو لپاره او د اوبو په برخه کې د هغوی لاس رسي لپاره د یوه پروګرام په مټ چې سوله او ملي یوالی يې نوم دی غواړي د مرکز کلات په لیري پرتو سیمو کې یو شمېر ښوونځیو او دیني مدرسو کې همدارنګه هغه کلیو کې چې خلک يې له دې ستونزو سره لاس او ګرایوان دی په لمریزو اسانتیاوو، سره دا څاګانې برابرې کړي.

هغه وویل چې د برمو له وهلو وروسته لمریزي اسانتیاوي  او ټولې  اړتیا وي د دې څاګانو پوره کیږي او بیا وروسته خلکو ته سپارل کیږي د نوموړي په وینا چې د مرکز کلات یو شمېر دیني مدرسو او ښوونځیو ته هم دا لړۍ غځوي  او د امکاناتو په پام کې نیولو سره لیري پرتوسیمو ته هم دالړۍ وغځیږي.

د سیمې خلکو د رڼا په نوم مدني ټولنې له هڅو مننه وکړه او په هېواد کې يې د سرتاسري امنیت او ارامي ږغ وکړ هغوی وویل د وچکالۍ له امله يې یوازنۍ ورځنۍ ستونزه همدا د څښاک اوبو ده چې په ډیرو ستونزو يې ورته لاس رسي لري خو کله چې دا برمه ووهل سي نو په ورځني ډول د ټول کلي اړتیا وي پوره کولای سي هغوی له دولته هم د پاملرنې غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د زابل د ترنک سیندیزې حوزې ریاست خبر ورکوي چې د زابل د اوبو د مهارولو لپاره پلان کې ده چې په دې ولایت کې ۱۲۰ چک ډمونه، او څلور لوی بندونه جوړ سي چې  په جوړیدلو سره به یې د زابل تقریبا ټولې اوبه مهار سي خو  وخت ته اړتیا ده چې دوی دا چارې ترسره کړي.

Comments are closed.