The news is by your side.

غرق پاکستان په نوي پور زوړ پور پرې کوي

خبریال ویب پاڼه/ په نړیواله کچه پاکستان هغه هېواد دی چې  د پورونو ريکارډونه يې جوړ کړي په همدې اساس پاکسانیو ورځ پاڼو په دې هکله تازه څرګندونې  کړې.

پاکستان د عمران خان د دورې په راتګ سره له دې له نورو ګڼو ستونزو سره مخ سو اقتصاد يې هم مخ پر ځوړ روان او اوس د ځان ساتنې لپآره یوازيی په بهرنیو پورونو ګذاره کوي.

د پاکستان مشهوره ورځپاڼې ایکپرس ټربیون ورځ پاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي له تیرو دریو کلونو را په دې خوا پآکستان د خپلو ورځنیو چارو د دوام لپاره له بهرنیو هېوادونو څخه ۳۳ میلیارده ډالر پور قرض اخیستی.

د پاکستان بانګ د مالومات له مخې خپل هیڅ عاید يې نلرل ځکه نو يې د نورو قرضونو د ورکړې لپاره ۱۵ میلیارده ډالر نور قرضه اخیستې ترڅو هغه نور پوره وړي خلاص کړي، هغوی ویلي دا چاره يې بله لاس ته راوړنه نلري یوازي يې پور نور هم ډير سوی.

پاکستاني دولت ویلي د دې لپاره چې  د وخت په وتلوسره باید قرضونه لو سوي وای خو هغه ډیر سوي.

 

د پاکستان د اقتصادي زوال له امله څو ځله د مالیې وزیرانو ستعفا وي هم کړې وې او په کور دننه پاکستانیان خپل راتلوونکي ته خورا اندېښمن دي څه وخت له دې هېوا سره د سعودي دوستي وه او  ډیري پیسې يې ځینې ووهلې خو اوس سعودي هم پر دوی دریدلی چې یوې خواته يې مخ نه اوړي.

ښايي پاکستان نور نړیوال اعتبار هم له لاسه ورکړي ځکه چې د پورونو ډیروالی د دې لامل کیږي چې پاکستان يې پروخت هېوادنو ته ورنه کړي ځکه نو  له همدې امله کیدلای سي چې پاکستان اعتبار هم له لاسه ورکړي.

لومړي  وزیر عمران چې کله واک ته رسیده ویلي وو چې ځان به مړ کړي خو پور به وا نه خلي خو اوس عمران خان ژوندی دی او پاکستان د نوي پور ۱۵ میلیارده ترلاسه کړل.

پاکستان له اقتصادي زوال سره سره په سیاسي او امنیتي برخه کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی چې کابو کول به یې له دوی څخه کلونه وخت ونیسي ترڅو بیرته پر پښو دریږي.

تراوسه پوري پاکستان د خپل نجات لپاره یوازي پر بهرنیو قرضونو تکیه کړې او بله کومه چاره یې نه ده ترسره کړې.

Comments are closed.

koi finance