The news is by your side.

ولسي جرګه: که پاتې طالب بندیان خوشې شي، جګړه تودېږي

خبریال وېبپاڼه/ ولسي جرګه وايي، حکومت باید د تېر په څېر بیا باید غلط نه شي او د پاتې طالب بندیانو له خوشې کېدو دې ډډه وکړي. 

دوی ویلي چې په دې برخه کې پوره احتیاط پکار دی او باید داسې ګام وا نه خیستل شي، چې د جګړې ګرمېدو ته زمینه برابره کړي.

د ولسي جرګې غړیو په نننۍ غونډه کې ویلي چې که پاتې طالب بندیان خوشې شي، نو دوی به هم لکه بېرته د جګړې ډګر ته وګرځي او افغان وژنه به لا پسې زیاته کړي، چې دا د هیچا په ګټه نه دی.

دوی څرګنده کړې چې وسله وال طالبان یوه بې باوره ډله ده او هیڅ تضمین نشته چې د پاتې طالب بندیانو له خوشې کېدو سره دې دوی د سولې په برخه کې کوم مثبت ګام واخلي.

د ولسي جرګې غړیو د خوشې شویو طالب بندیانو له ازادېدو سره هم مخالفت ښوولی و، خو له دې مخالفت سره بیا هم څه باندې پنځه زره طالب بندیان خوشې شول، چې د کره مالوماتو له مخې، نږدې ټول هغه یې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شول.

اوس داسې ګنګوسې خپرې شوې دي، چې طالبانو له حکومته غوښتي چې د دوی پاتې بندیان دې هم خوشې کړل شي، تر څو د سولې برخه کې دوی خپل انعطاف وښيي.

د شنونکو په باور، په هیڅ صورت باید نور طالب بندیان خوشې نه شي او دا کار د جګړې اور ته پوکی وهل دي، چې زیان یې عامو افغانانو ته اوړي.

دلته بیا په هېواد کې ورځ تر بلې جګړه زیاتېږي او عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي، چې په یو ډول اوربند رامنځته کول غواړي، خو طالبان د اوربند له کولو سره مخالفت لري او هیڅ انعطاف نه ښيي.

هلته بیا د سولې په اړه د ترکیې غونډه هم تر کوچني اختره بعد ځنډېدلې ده او مالومه نه ده چې کله به جوړه شي.

له دې ور هاخوا له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو وتلو یو شمېر اندېښنې پيدا کړې دي چې هسې نه افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدل شي، خو امریکا بیا تازه ویلي چې دوی به د ترهګرۍ ګواښ د له منځه وړلو لپاره په سیمه کې خپل یو شمېر سرتېري وساتي.

Comments are closed.