The news is by your side.

بوش: اندېښنه لرو چې طالبان بیاواکمن نه سي

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا هغه ولسمشر چې  شل کاله وړاندې يې افغانستان ته دامریکايي ځواکونو په ګډون لکونه بهرني او ناټو سوله ساتي ځواکونه واستول هغه مهال د افغانستان پر کنډي کپر کولو مشهوره کړې.

د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش هم د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله اندېښنه ښودلې او خبرداری  يې ورکړی که چیري د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبان قدرت ته ورسیږي نو په اندېښنې سره به افغان نجونې او ښځې زیات زیان وویلي.

هغه زیاته کړې دا چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه وزي نو په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت او هلته د شل کلنو لاس ته راوړنو په هکله زیاته اندېښنه لري.

که هم بوش د بایډن له هغې پریکړې چې له مخې به یې د سپټمبر میاشتي په ۱۱ نېټه له افغانستانه امریکايي او بهرني سرتیري وزي هرکلی کړی خو ټینګار يې کړی چې خو ویلي يې دي دا چاره هغه وخت ترسره کیږي چې د ژمنې سره تاوتریخوالي کې کمی راسي او د دې ډلې له لوري د تروریزم ضد عمل ولیدل سي نو  بیا به امریکايي ځواکونه له افغانستانه وزي.

جورج بوش د امریکا په تاریخ کې جنګي او هغه واکمن وو، چې امریکايي په ډیرو لویو جګړو کې ښکېله کړه بوش لومړی عراق ته خپل پوځیان واستول او هلته د صدام حسین رژیم را وپزاوه او له هغه وروسته يې افغانستان ته د سرتیرو په لیږلو د طالبانو رژیم نسکور کړ، د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه وروسته له هغه چې په ۲۰۰۱ کال سپټمبر ۱۱ مې نېټې د امریکا نیویارک کې پر لویو سوداګریزو برجونو باندې الوتکې وجنګیدې چې پر مهال یاد برجونه وران او زرګونه کسانو ته پکښي مرګ ژوبله واوښته هغه وخت د امریکا ولسمشر جورج بوش چې له دې بریده وروسته يې تور پوري کړ چې دا بریدونه د القاعده شبکې له لوري ترسره سوي او له طالبانويې وغوښتل چې بن لادن چې د القاعده شبکې  مشر وو، افغانستان کې دی موږ ته یې وسپاري خو د طالبانو انکار پر افغانستان د امریکا د یرغل پیلامه سوه او ان د شلو کلونو په تیریدلو سره لا دا جګړه نوره هم  خونړۍ سوې او لاهم ورته اندېښنې دي

Comments are closed.