The news is by your side.

امریکايي جنرال: طالبان هیڅ ته هم ژمن نه دی

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا څخه د سرتیرو د وتلو را وروسته سخت  غبرګونونه او ناندرۍ روانې دي او په دې سره د امریکا دننه چارواکي  او نظامي مسؤلین هم وايي چې له افغانستانه د سرتیرو ایستل خورا خطرناکه دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک مکینیزي په خپلو تاز څرګندونو کې  پر طالبانو  شک کړی چې تعهداتو ته ژمن نه دي اوحتمي  به یې په وړاندې یوڅه کوي.

نوموړي  د سنا مجلس د دفاعي کمېټې غړو ته په خبرو کې وویل  له بده مرغه افغانستان لاهم د ترهه ګرۍ له ګواښ سره مخ دی او د ټولو بهرنیو ځواکونو  په وتلو سره کیدلای سي په افغانستان کې جګړې سختي سي ځکه پر طالبانو باور نسته او ښايي خپلو کړو هوکړو ته ژمن پاتي نه سي.

هغه د سرتیرو وتلو سره په مخالفت وویل دا وخت له افغانستانه د سرتیرو ایستلو نه وو، ځکه ښايي القاعده یو ځا بیا سر راپورته کړي او له دې  فرصته په کارونې  نړیوالو ته لوی ګواښونه رامنځ ته کړي.

دې امریکايي جنرال خپلې اندېښنې د سنا مجلس غړو سره شریکې کړې هغه څوک چې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو  پروتلو تر ټولو ډیر وارخطا او اندېښنمن  دي مکینزي ویلې زموږ استخباراتي حضورهم هلته بسنه نکوي چې حسا پرې وکړو او ووایو چې هلته استخبارتي حضور لرو.

دې امریکايي جنرال د یوې تازه طرحې یادونه وکړه چې  د امریکايي ځواکونو  وروسته به عملي کیږي او پنټاګون ته يې به یې د وضعیت د ښه مدیریت لپاره وسپاري.

له دې څخه داسې مالومیږي چې  امریکا د خپلو پوځیانو له وتلو وروسته هم له افغانستانه بې غوره او بې پروا نه ده او لا به هم  خپلې هڅې نورې زیاتوي ترڅو افغانستان کنټرول او دوی ته کوم ګواښ پیښ نه کړي.

په دې طرحه کې د موادو په هکله تر اوسه څه نه دي ویل سوي خو داسې ښکاري چې دوی له په لومړیو کې له افغان ځواکونو او د هغوی تجهیز ته ترپخوا ښه پاملرنه کوي ځکه نور به خپل امنیت په افغان ځواکونو ساتي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د راتلوونکې سپټمبر میاشتي تر ۱۱ نېټې خپل ټول سرتیري له افغانستانه باسي.

Comments are closed.