The news is by your side.

ولې موکوچنیان له زده کړو مخ ګرځوي ؟

خبریال ډاټ کام/ افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې لا هم ډیری خلک خپل ماشومان ښوونځي ته د غربت له وجې نه لیږي او هغو درنو کارونو ته یې ورمخ کړي چې، د پرمختللو هیوادونو ځوانان یې هم نشي تر سره کولی.

ډیری خلک شته چې خپلو ماشومانو ته د زده کړو لپاره لازم توکي لکه؛ قلم، کتاب، کتابچه، د ښوونځي لپاره ځانګړی یونیفورم او … نشي چمتو کولی او وس یې هم نلري.

ځیني نور بیا په دې اند دي چې، که ماشومان د زده کړې لپاره ښوونځي ته ځي، نو ښه به وي چې نغده ګټه وکړي او خپل ورځنی ژوند پرې مخته یوسي. دا خلک ډیر کله خپل ماشومان د کروندو، په ښار کې د خوراکي توکو خرڅولو او … کارونو ته هڅوي، او آن بیا دا ماشومان ډیر کله  د ځینو ځوانانو له خوا د جنسي ځورونې سبب هم کیږي.

بلخوا هغه کورنۍ چې د غربت له امله له ستونزو او کړاوونو ډک ژوند لري ماشومان یې هم د نورو همزولو سره ځان سیال نه بولي او ورو، ورو یې له زده کړو زړه توریږي او نه غواړي چې ښوونځي ته دې لاړ شي.

داسې ویل کیږي هغه ماشومان چې په خپلو زده کړو کې ستونزې لري، ډیری یې ښوونځي ته په تشه خیټه، لوڅې پښو، شکیدلو جامو ځي، چې په درسونو کې زیاتې ستونزې لري، بلاخره مایوسه شي او نشي کولی چې په ژوند کې پرمختګ وکړي او تر زړښته بیا پردۍ مزدوري کوي.

که څه هم په افغانستان کې نړیوالې ټولنې، افغان حکومت او یو شمیر نور بنسټونه د ماشومانو لپاره ځانګړې بودیجې لري، د دوی د زده کړو، غربت ختمولو او نورو برخو کې کار کوي، خو لا هم ستونزې شته او دغه فعالیتونه ګټور نه دي تمام شوي.

که افغان دولت او په دې برخه کې اړونده مسؤلې ادارې غواړي، چې دغې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي او د افغانستان راتلونکی وژغوري؛ نو پکار ده چې له ښارونو نیولې آن تر لرې پرتو سیمو پورې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي او په دې برخه کې چټک ګامونه پورته کړي.

ددې کار د تر سراوي لپاره پکار ده، چې د اړمنو کورنیو اړتیاوې پوره او والدین یې دېته راځي شي، تر څو خپل ماشومان د زده کړو لپاره ښوونځي ته ولیږي او د هیواد راتلونکی له بدبختۍ وژغوري.

هغه ورځ به ډیره بختوره وي، چې افغان ماشوم بکسه په شاه، موسکې شونډې، او بې له کومې اندیښنې په ارامه فضاء کې ښوونځي ته روان شي.

لیکنه: الله نظر ترین

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance