افغان ایلیون لوبډلې له ډهلي لوبډلې تمریناتي لوبه وګټله

خبریال ډاټ کام/ د افغانستان د کرکټ اېلیون لوبډلې په یوه تمریناتي لوبه کې دهند ډهلي لوبډلې ته په یوه تمریناتي لوبه کې ماتې ورکړه.

دغه لوبه د هند په ګرټر نویډا ښآر کې  ترسره شوه، چې په کې افغان اېلیون لوبډلې له ډهلي څخه د ۸۶ منډو په توپیر لوبه وګټله.

د لوبې له پيل وړاندې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پريکړه وکړه.

خو وروسته باران وشو او له همدې امله لوبه ۱۹ اورونو ته راښکته شوه، چې په ټولیز ډول افغان اېلیون لوبډلې په ۱۹ اورونو کې  سیالې لوبډلې ته د ۲۳۱ منډو هدف وټاکه.

په توپ وهنه کې افغان لوبغاړي ښه وځلیدل، چې له ډلې یې رحمن الله ګربز ۶۴، نجیب الله ځدراڼ او اصغر افغان هر یوه ۶۰ او کریم جنت بیا ۳۲ تر نورو ډیرې منډې وکړې.

د افغان لوبډلې د دې ستر هدف د پوره کولو لپاره د ډهلي لوبډله د سیالۍ ډګر ته راووتله او لوبه یې پيل کړه.

د ډهلي لوبډلې د لوبې پيل ښه نه وو او له پيل نه د افغان لوبډلې د توپ اچوونکو تر اغیزې لاندې وو او همدا لامل وو، چې لوبغاړي یې ژر له لاسه ورکړل.

ډهلي لوبډلې ټول لوبغاړي وسوځېدل او یواځې د ۱۴۴ منډو په جوړولو بریالي شول او لوبه یې افغان لوبډلې ته بایلوده.

په توپ اچونه کې افغان توپ اچوونکو له ډلې مجیب االرحمن درې، کریم جنت او ګلبدین نایب دوه-دوه، شاپور ځدران او راشدخان بیا یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه او لوبه یې وګټله.

افغان کرکټ ملي لوبډله هند هیواد ته د تمریناتو لپاره تللې او هڅه کوي څو راتلونکي لوبلړۍ لپاره ، چې له ایرلنډ سره ده پوه چمتو شي.

ټاکل شوې ده، چې افغان لوبډله به پ همدې مارچ میاشت کې په شپږمه، اتمه او لسمه  نېټه د ايرلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

افغان کرکټ بورډ چارواکي وایي، چې لوبډله یې خورا ښه تنظیم کړې او هیله لري، چې را روانه لوبلړۍ به پرته له کومې ستونزې له آیرلنډۍ لوبډلې وګټي.

په پيل کې کله ، چې تمریناتو ته افغان لوبډله تلله نیوکې ډيرې وي او د خلکو نیوکې یواځې د لوبډلې به سکلشن کمیټې وې، چې ډیر کله په روابطو لوبغاړي ټاکي او همدا لامل دی، چې افغان لوبډله په نړیوالو لوبو کې په حساسو مراحلو کې ښه نه لوبیږي.

په افغان کرکټ بورډ کې د نیوکو سربیره د فساد خبرې هم ډیرې کیږي او کرکټ بورډ په دې تورن دی، چې د فساد له امله څنګه چې لازمه ده افغان کرکټ لپاره کار نه کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More