The news is by your side.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو

خبریال ډات کام: څو شېبې وړاندې د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د یوې پراخې غونډې پر مهال د طالبانو له لوري د ملا برادر او د امریکا له لوري د زلمي خلیلزاد په مشرۍ لاسلیک کړی شو.

پر دغې توافقنامه د طالباتو په استازیتوب ملا عبدالغني برادر او د امریکا په استازیتتوب زلمي خلیلزاد لاسلیکونه وکړل چې په دې سره یې بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیسته.

په دغې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم خبرې وکړې او د افغانستان لپاره یې د سولې په پروسه کې دا یو ستر ګام وباله .

پمپیو وویل، چې د سولې هوکړه لیک به بین الافغاني مذاکراتو ته په بشپړه توګه لار پرانیزي چې په دې سره به په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

پمپیو له طالبانو غوښتنه وکړه چې له دوی سره دې کړې ژمنې د هوکړه لیک له مخې پوره کړې څو په افغانستان کې دایمي سوله راشي.

د مایک پمپیو ترڅنګ ملا عبدالغني برادر په قطر کې دغې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل،چې دوی له امریکا سره په خپلو کړیو ژمنو ولاړ دي او غواړي چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره سالمې او پراخې اړیکي ولري.

نوموړي له امریکا سره د اتلس میاشتو مذاکراتو وروسته د سولې تړون د لاسلیک له امله وویل چې دوی اوس بین الافغاني مذاکراتو ته هم چمتوالی لري او په مذاکراتي ټیم غږ کوي چې د خبرو مېز ته دې را وړاندې شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی له قطر چین، جرمني، ناروي، ایران، ازبکستان، روسیه او نورو هغو ټولو هېوادونو څخه مننه کوي چې د سولې هوکړه لیک په لاسلیک کولو کې همکاري وکړه.

دغې مهمو مراسمو ته د بهرنیو هېوادونو څخه هم لوړ پوړي چارواکي را دعوت شوي وو چې ډیری یې د بهرنیو چارو وزیران او نور استازي و.

د دې هوکړه لیک د لاسلیکولو سره سم افغانانو خوښي ښودلې ده او د سولې رسېدو لپاره یې دا یو ستر ګام وباله چې طالبانو او د امریکا له لوري واخیستل شو.

افغانانو په ټولنیزو رسنیو د سولې هوکړه لیک د لاسلیک کولو له امله خوښي ښودلې او د سولې د راتګ ته یې هیله مندي ښودلې ده.

د دغو مراسمو لپاره په بشپړه توګه تیاری نیول شوی و چې په ډیر ښه شکل سره پای ته ورسېدل.

مراسم په یوه مشهوره هوټل کې پلان شوي و چې د ټاکل شوي وخت سره سم، پیل او پای ته ورسېدل.

افغان حکومت هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون د لاسلیک له امله خوښي ښودلې ده او ویلي دي چې له دې وروسته به بین الافغاني مذاکرات هم ډیر په ښه شکل سره پیل شي.

د یادولو ده چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به بین الافغاني مذاکرات د مارچ پر لسمه یا د حوت پر شلمه نېته پیل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.