طالبانو لپاره د وسلو او مهماتو لیږدونکی ونیول شو

ننګرهار ولایت د ملي امنیت مؤظفینو د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو دوه کلن د مهماتو او وسلو انتقالوونکی غړی عبیدالله چې مشهور په جابر دی،د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ژوندی نیولی .

د دغه ولایت د ځاي چارواکو پروینا چې نیول شوي وسله وال طالب عبیدالله په خپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاته کړې،چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په لیکو کې فعالیت کاوه .

د ننګرهار ملي امنیت د معلوماتو له مخې هغه ویلي،څو ورځې وړاندې یې پلان درلود،چې د لغمان ولایت څخه وسله والو طالبانو ته وسلې او مهمات ولیږدوي،چې

له وړاندې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې ونیول شو.

وسله والو طالبانو بیا تر دي دمه په دي تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي

بیا وګوره

جلال اباد كې د چاودنې له كبله پنځو قومي مشرانو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې د ماين چاودنې له كبله پنځو قومي …

ننګرهارکې له کوټ وروسته د پچیراګام د ولسي وګړو ډلیز قبر موندل شوي

دننګرهار ولایت سیمه یزه چارواکي واييد پچیراګام ولسوالۍ پاس پچیر څخه شاوخوا ۱۵ میاشتې وړاندې …