The news is by your side.

له کرونا ویروس نه د ځان ژغورنې لارې چارې

خبریال ډاټ کام/ کرونا په نړۍ کې نوی رامنځته شوی  ویروس  دی، چې کوربه هیواد یې چین او بیا وروسته یې ډیر ژر د نړۍ نورو هیوادونو ته هم مخه کړه.

اوسمهال دا ویروس شاوخوا تر ۵۰ هیوادونو ته رسیدلی دی او خلک پرې اخته شوي دي.

په دې ویروس د اخته کسانو ډیر شمیر لومړی چین او بیا تر ډیره په ایران کې یې ډير خلک نیولي دي.

له دې ویروس نه د مخنیوي په خاطر په دې وروستیو نړیوالو روغتیايي ادارو هڅې ګړندۍ کړي څو له شته فرصته په ګټنې مخنیوی یې وکړي.

په افغانستان کې هم د دغه ویروس یوه مثبته پيښه ثبت شوې ده.

دافغانستان د عامې روغتیا وزارت د دغه وژونکې ویروسي ناروغۍ څخه د مخ نیوي لپاره دا لارښوونې کړې دي.

دوی ویلي که عملي شي باوري دي، چې هیڅوک به په کرونا ویروس اخته نه شي.

لارښوونې:

دا هغه لارښوونې دي، چې نړیوالو روغتیايي ادارو هم خپرې کړې دي او ګټه یې دا ویلي چې لومړی خو د ویروس د مخنیوي لامل کیږي او بیا د خپریدا مخنیوی یې هم کوي.

لارښوونې دا دي:

۱:ـ خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون پرېمینځئ او یا یې د مکروب ضد الکولي مواد په وسیله پاک کړئ.

۲:ـ هغه کسان ، چې تبه، ټوخی، نفس تنګي او رېزش لري هغوی سره اړیکه مه نیسئ.

۳:ـ د ټوخي یا پرنجي پرمهال خپلې خولې ته مو دستمال ونیسئ او سملاسي دستمال لرې وغورځوئ او وروسته مو لاسونه په صابون پرېمینځئ.

۴:ـ د خامو یا نیمه خامو حېواني محصولاتو له کارولو څخه ډډه وکړئ.

د بېلګې په ډول: خامه غوښه، شودې او نور حیواني خام محصولات په مناسبو ځاینو او ډیر احتیاط سره باید وساتئ څو ویروس یې پاخو خوړو ته انتقال نه شي.

۵:ـ که چیرته تبه، ټوخی او یا  تنفسي ناروغي لرئ نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ او د خپلې او د خپل ځان د روغتیا ساتنه وکړئ.

ډاکټر کانریامفورډ هم په دې ساده روغتیايي اصولو ټینګار کوي او ګټور یې بولي:

۱:ـ د پرنجي په وخت خوله پټول، لاسونه مینځل او خیرن لاسونه خولې ته نه وړل هم د تنفسي ویروسونو د لېږد خطر کموي.

د برتانیا د طبي خدمتونو وېبپاڼه بیا دا لارې چارې خپرې کړي:

۱:ـ په ګرمو اوبو او صابون پرلپسې لاسونه مینځل

۲:ـ تر ممکنه بریده سترګو او پوزه باندې لاس نه وهل

۳:ـ د روغ یا سالم ژوند سبک لرل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.